
اسلامی امارت دافغانانو دمېشتولو پروګرامونه چټک کړي دي.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو د دویمې څپې له پیل سره هم مهاله دافغانستان اسلامي امارت چارواکو په کابل کې په یوه غونډه کې له راستنیدونکو سره پر همکارۍ ټینګار وکړ. په ورته وخت کې دننګرهار ولایت دفتر اعلان کړی چې په دوو ورځو کې د تورخم له لارې د ۱۵۸۹ کډوالو په ګډون ۳۱۶ کورنۍ افغانستان ته راستانه شوې دي.
د کډوالو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د سلواغې په ۱۶مه اعلان وکړ، چې د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، د صنعت او سوداګرۍ له وزیر انس حقاني سره چې له افغان شخصیتونو سره د تماس په حال کې دي، ناسته کړې. په دې غونډه کې له شړل شویو کډوالو سره د چلند پر اړتیا ټینګار شوی دی.
د مهاجرینو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د راستنیدونکو مهاجرینو د اقتصادي وضعیت، د هغوی د سوداګرۍ د پراختیا او د بازار موندنې د اسانتیاوو د برابرولو په اړه بحث وشو.
له بلې خو دافغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې دغه وزارت به له راستنیدونکو مهاجرینو سره د کوچنیو کاروبارونو، حرفوي زده کړو او بازار ته د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي. نوموړي دغه راز ژمنه وکړه، چې د کډوالۍ له وزارت سره به د اقتصادي ثبات او د مهاجرینو د ټولنیز ادغام په برخه کې همکاري کوي.
له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس د کمیسیون مشر انس حقاني هم ویلي، چې دغه کمیسیون هڅه کوي له افغان شخصیتونو سره د باور فضا رامنځته کړي او هېواد ته د هغوی د راستنیدو لپاره مناسب شرایط برابر کړي.
له کوچني اختر وروسته د پاکستان حکومت په ټول هیواد کې د قانوني اسنادو پرته د افغانانو د نیولو او شړلو پراخ عملیات پیل کړل.
د پاکستان حکومت د افغان کډوالو ټولټال شمېر درې میلیونه اعلان کړی او ویلي یې دي چې د ناقانونه بهرنیانو د ایستلو د پروګرام له مخې به سږ کال افغانستان ته ستانه شي.
تر دی وړاندې دملګرو ملتونو دکډوالو اداره ،دعفوې نړیوال سازمان او ګڼو نورو نړېوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي ول چې دافغانانو دشړلو بهیر ودروی خودغه هیواد نړیوالو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی .