دخبریالانو وژونکی باید د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل شي
غزه کي د خبریالانو دبيسارِي مرګ ژوبلې په اړه د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د فدراسیون اعلامیه
د افغانستان د خبریالانو او رسنیو فدراسیون د غزې روان وضعیت له نږدې څاري او د خبریالانو د لوړو تلفاتو له امله ژوره اندېښنه لري.
د یو خبریال وژل، په حقیقت کې د اطلاع او معلوماتو د رسونې، ویښتابه اوټولنیزتحرک وژل دي. د یو خبریال وژل، د انسانیت وژل دي.هغه کسان چې خبریالان هدف ګرځوي، د انسانیت ښکاره دښمنان دي.
نوې څېړنې ښيي چې له بده مرغه، په تېر یو نیم کال کې، له ۱۴۷ څخه تر ۲۳۲ پورې خبریالان په غزه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا شمېره، د ترسره شویو تحقیقاتو له مخې، یو نوی ریکارډ دی چې په نړۍ کې یې ساری نشته.
د براون پوهنتون له لوري تازه خپور شوی راپور ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې، چې د غزې جګړه پیل شوې، تر ۱۴۷ څخه تر ۲۳۲ پورې خبریالان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ۶۷ خبریالان وژل شوي وو.
د دې راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له مني راهیسې، فلسطیني خبریالان په غزه کې له لوږې، د پاکو اوبو له کمښت، د سرپناه نشتوالي او د برېښنا له پرې کېدو سره مخ دي. ښځینه خبریالانې او نور د رسنیو کارکوونکي، لکه ژباړونکي، له انلاین ځورونې، د جنسیت پر بنسټ د کرکې له څرګندونو، فزیکي بریدونو، جنسي تېري او حتی له قتل سره مخ شوي دي.
د دې کمېټې د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ له پېل راهیسی لږ تر لږه ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، چې ۱۰ تنه یې په اسراییل او غزه کې حضور درلود.
تر ټولو دردونکې دا ده چې د غزې خبریالان ډېر ځله په قصدي ډول هدف ګرځول شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو او رسنیو فدراسیون، د خبریالانو د قتل عاملین په سختو ټکو غندي او له ټولو نړیوالو بنسټونو غواړي چې د اسراییل پر وړاندې، چې د خبریالانو قاتل دی، ګډ اقدامات وکړي او په رسمي ډول د ملګرو ملتونو سازمان ته شکایت وړاندې کړي.
هغه کسان چې خبریالان قصداً وژني، باید د ملګرو ملتونو په تور لیست کې شامل او له نړیوالو بندیزونو سره مخ شي.
د فدراسیون مشرتابه پلاوی