نړۍ

په میانمار کې له زورورې زلزلې وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

د رېښتر په کچه ۷ اعشاریه ۷ درجې خورا زورورې زلزلې د میانمار (برما) مرکزي سیمې لړزولې دي. د امریکا جیولوجیکل سروې ادارې په وینا د زلزلې مرکز له ساګائینګ ښاره ۱۶ کیلومتره لرې شمال لوېدیځ کې دځمکې له سطحې ۱۰ کیلومتره لاندې دی.

د میانمار پوځي واکمنو د دې هېواد په شپږ زلزله ځپلو سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د میانمار په مانډالې سیمه کې د مرستو چارو یوه مسوول کس بي بي سي برمي څانګې ته وویل، ”خورا ډېره ویجاړي رامنځته شوې. د مرګژوبلې شمېر هم خورا زیات دی، د اوس لپاره همدومره ویلای شو. تر اوسه پورې کره شمېر معلوم نه دی، خو لږ تر لږه سلګونه کسان مړه شوي دي.”

د زلزلې زورور ټکانونه په تایلنډ او د چین په سویل لوېدیځ یونان سیمو کې هم احساس شوي دي. پر خواله رسنیو خپرې شوې وی‌ډیوګانې هم د تايلنډ پلازمېنه بنکاک کې ودانیو ته رسېدلی زیان ښيي.

رپوټونه وايي، په میانمار کې له لومړنۍ زورورې زلزلې ایله ۱۲ دقیقې وروسته دویمه زلزله راغلې، چې شدت یې د رېښتر په کچه ۶ اعشاریه څلور درجو ته رسېږي.

له میانماره رسېدلي رپوټونه ښيي، چې د پلازمېنې نایپیداو ځینې واټونه ښویېدلي دي.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي په دې کې ساګائینګ، مندالې، ماګوای، ایسټرشان ایالت او نېپېداو سیمې شاملې دي.

تایلنډ کې چارواکي وايي، د زلزلې له کبله پلازمېنه بنکاک کې یوه داسې ۳۰ پوړیزه ودانۍ نړېدلې، چې د رغونې چارې یې لا نه وې بشپړې شوې او له هغه وروسته په دې ځای کې ۴۳ کارګر بې درکه دي. په دې ودانۍ کې د زلزلې پر مهال پنځوسو کسانو کار کاوه.

د تایلنډ پرتله په میانمار کې زلزلې اوږده مخینه لري. د اې ایف پي په رپوټ کې د امریکا جیولوجیکل سروې د معلوماتو له مخې ویل شوي، چې د ۱۹۳۰ او ۱۹۵۶ کلونو تر منځ د ساګائنګ فالټ لاین په اوږدو کې چې د میانمار له منځه تېرېږي، شپږ ځله داسې زلزلې راغلې، چې شدت یې د رېښتر په کچه ۷ درجو ته رسېده.

تایلنډ د زلزلې پر کرښه پروت هېواد نه دی، خو هلته ټولې محسوس شوې زلزلې په ګاونډي هېواد میانمار کې راغلې دي.

په داسې حال کې چې د تائلنډ پلازمېنې بنکاک ودانۍ احتمالي زلزلې ته په پام سره نه دي طراحي شوې، ځکه داسې وېره څرګندیږي چې ښايي د ودانیو ویجاړی به پاموړ وي.

دیادونې وړده چې میانمار د پوځي مشرانو لخوا اداره کېږي، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د کودتا له لارې واک ترلاسه کړ او له همدې کبله په دې هېواد کې معلوماتو ته لاسرسی ګران دی. د دې هېواد واکمن د راډیو-ټلویزیون، ورځپاڼو او انټرنېټ په ګډون د معلوماتو پر هر ډول کنټرول لري.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button