
بلوڅانو د خپلو درې لاریونوالو له وژل کیدو وروسته خپل احتجاج ته دوام ورکړی.
پاکستان کې د ماه رنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅانو د همغږۍ کمېټه وايي چې پولیسو د جمعې پر ورځ د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې پر سریاب واټ د دوی د احتجاج پر ګډونوالو ډزې کړې او درې کسان یې وژلي دي.
دوی اوس د وژل شویو کسانو جنازې هم له ځان سره ایښي او خپل احتجاج او پرلت ته یې دوام ورکړی.
ماه رنګ بلوڅ تور پورې کړی چې د پولیسو په ډزو درېیو وژل شویو کسانو کې یو ۱۲ کلن هلک دی.
خو د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند شاهد رند وایي، چې پولیسو د اجتجاج کوونکو پر خلاف د قانون له مخې ګام اخیستی او دا چې “تر اوسه مشخصه نه ده چې لاریونوالو د چا مړي پر سړک ایښي او احتجاج کوي.”
هغه رسنیو ته په یوه استولي بیان کې ویلي: “د سړک بندېدو له کبله له کراچۍ او نورو ښارونو راتلونکي مساپر له کړاو سره مخ وو. پولیسو د سړک پرانیستلو لپاره د قانون مطابق اقدامات وکړل.”
د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند زیاتوي تر هغې چې مړي روغتون ته ونه لېږول شي او روغتیايي معاینات یې و نه شي، د مړینې د لامل موندل یې ممکن نه دي.
هغه دا ادعا هم کوي چې ګوندې احتجاج کوونکو پر تاوتریخوالي یې لاس پورې کړی، پر پولیسو ډبرې ورولې، یوه ښځینه او څو نور پولیس یې ټپیان کړي دي. شاهد رند وايي، لس کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بلوڅانو د همغږۍ کمېټه او د دوی د احتجاج ځینې ګډونوال وايي، چې پولیسو د احتجاج کوونکو خورولو لپاره اوښلن ګاز او اوبشیندي هم کارولي دي.
د سریاب سیمې د تاڼې د پولیسو یوه چارواکي عتیقالرحمان تایید کړې چې تر ۳۰۰ پورې کسانو پر سریاب سړک پرلت ته دوام ورکړی. نوموړي زیاته کړې چې د احتجاج په ځای کې درې مړي هم ایښي دي.
د ځايي پولیسو دغه چارواکي منلې چې پولیسو د احتجاج کوونکو خورولو لپاره اوښلن ګاز کارولی، خو وايي د ‘ډزو’ په اړه مالومات نه لري.
د یادونې ده چې د بلوڅانو د همغږۍ کمېټه له پنجشنبې ورځې راهیسې پر سریاب روډ د بلوچستان پوهنتون مخې ته پرلت پیل کړی. دا احتجاج تېرې څو ورځې د دې کمېټې د مشرانو د نیول کېدو په غبرګون کې شوی. د احتجاج ګډونوال دا تور هم پورې کوي چې ګوندې په بلوچستان کې وژل کېدونکي کسان له پېژندګلوي او کورنیو ته له سپاره کېدو پرته په پټه ښخېږي.
له دې سره هممهاله د کوټې ښار پر قمبراني سړک د نیولو شویو بلوڅانو د کورنیو غړو هم چې اکثریت یې ښځې وې، احتجاج پیل کړی وی.
ډاکترې ماه رنګ بلوڅ ویلي، ‘د پوهنتون مخې ته پرلت روان و چې دوه بجې ګڼ شمېر پولیس راغلل، اوښلن ګاز یې وکاروه او ډزې یې وکړې چې پایله کې یې درې کسان ووژل شوی او ۱۳ ټپیان شول.”
د بلوڅانو د همغږۍ کمېټه له اوږدې مودې راهیسې پاکستان کې د جبري بېدرکه بلوڅانو د موندلو لپاره هڅې کوي
نوموړې زیاتوي چې ټپیان د کوټې ښار ملکي روغتون ته لېږدول شوي.
د بلوڅانو د همغږۍ کمېټې مشره ادعا کوي چې پولیسو له دوو تر شپږ بجو پورې اوښلن ګاز کاراوه.
بلخوا د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند بیا تور پورې کړی، چې د احتجاج ګډونوال د امنۍ او ګډوډۍ د رامنځ ته کولو هڅې کوي.
هغه په خپاره کړي بیان کې خبرداری ورکړی چې “چا ته د بې قانونۍ اجازه نه شي ورکول کېدای. که د قانون ماتولو او د امن اخلالولو هڅه کېږي، نو حکومت یې په چپه خوله ننداره نه شي کولی.”