
د اسرایيلي اشغالګرو په بریدونو کې څه باندې 400 فلسطینیان شهیدان او په سلګونو نور ټپیان شوي
د اسرائیلو لومړی وزير بنیامین نتنیاهو وايي، هېواد يې په غزه کې “په بشپړ ځواک سره” جګړه بیا پیل کړې ده.
د روان کال به جنورۍ مياشت کې د اسرائيلو او حماس تر منځ په غزه کې له اوږدې مرګونې جګړې وروسته اوربند وشو خو د لومړي پړاو له پايته رسېدو وروسته اوس اسرائيلو بيا د دوی په ټکو پر حماس بريدونه پيل کړي دي.
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت چارواکي وايي، په دې تازه بريدونه کې له ۴۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.
د اسرائيلو لومړي وزير دا “يوازې پيل” وباله او زياته يې کړه چې تر هغه به دوام ورکړي چې اسرائيل خپلې موخې ترلاسه کړي.
اسرائیلو له غزې د خپلو ټولو یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې ده. اسرائیل باور لري چې په غزه کې لا هم ۵۹ یرغمل شته، چې ګومان کېږي ۲۴ یې ژوندي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر، حماس د اوربند وړاندیز په ردولو تورن کړی. دی وايي، “اوس به خبرې اترې یوازې تر اور لاندې ترسره شي.”
هغه له اسرائیلیانو مننه وکړه او ویې ویل، “موږ منځنی ختیځ بدلوو. موږ به ګټوونکي وو.”
په همدي مهال حماس په اسرائیلو تور ولګاوه چې په غزه کې يې بې ګناه ملکي وګړي په نښه کړي او وايي امريکا په غزه کې د مرګ ژوبلې مسؤله ده. د راپورونو له مخې، اسرائیلو په غزه له بمبارۍ وړاندې امریکا ته معلومات ورکړي وو.
بل پلو د اسرائیلي یرغمل شویو کورنیو د پارلمان بهر لاریون وکړ، او چارواکي یې په غزه کې د بمباریو بیا پیلولو سره د یرغمل شویو کسانو له پامه غورځولو تورن کړل.
په غزه کې د حماس تر مشرۍ لاندې د روغتیا وزارت د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه تازه معلومات ورکړي دي. حماس پر ټیلیګرام خپاره شوي یوه پیغام کې ویلي، د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۴۰۴ کسان وژل شوي دي. خو په واټس اپ کې یې دا شمېر ۴۱۴ تنه ښوولی دی.
وزارت زیاتوي، ځینې قربانیان لاهم تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.
د اسرائیلو پوځ وايي د غزې په مختلفو برخو کې یې د حماس پر مرکزونو بریدونه کړي دي. دا بریدونه د اسرائیلو او حماس ترمنځ له اوربند راهیسې “تر ټولو پراخ” بلل شوي دي.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ويلي چې د حماس اړوند “ترهګریز اهداف” په نښه کوي.
د “رویټرز” خبري اژانس د راپور له مخې، دری کورونه د مرکزي غزې په دیر البلح، یوه ودانۍ د غزې ښار، او نورې موخې د خان یونس او رفح په سیمو کې په نښه شوې دي.
د راپورونو له مخې، په غزه کې د کورنیو چارو مرستیال وزیر او د حماس لوړ پوړی امنیتي چارواکی محمود ابو وفاح هم په یوه برید کې وژل شوی دی.
د اسرائیلو لومړي وزير دفتر په یوه اعلامیه کې ويلي چې بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر اسرائیل کاتز د سې شنبې په سهار د دې بریدونه امر کړي دی.
په بیان کې ویل شوي، “دا د یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو پر وړاندې د حماس پرلپسې مخالفت او د امریکا د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف او د اسرائیلو او حماس ترمنځ د مذاکراتو د نورو منځګړو د ټولو وړاندیزونو د ردولو پایله ده.”
له بلې خوا ،په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې، حماس وايي، وروسته تر هغه چې څرګنده شوه، اسرائیلو پر غزې تر برید مخکې امریکا ته معلومات ورکړل، امریکا په غزه کې “د ټول وژنې بشپړ مسؤلیت پر غاړه لري.”
د حماس په اعلامیې کې راغلي، دا “د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د دوی د ادعاوو دروغ افشا کوي.” دغه ډله زیاتوي، “له نړیوالې ټولنې غوښتنه کېږي چې د بشریت ضد جنایتونو په اړه د نیواکګرو او د هغوی د ملاتړو د حساب ورکولو لپاره سمدستي ګامونه اوچت کړي.”
د حماس د روغتیا وزارت مشر منیر البرش وايي، په برید کې تر ۶۶۰ ډېر ټپیان روغتونونو ته رسول شوي دي.
هغه وايي، ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
البرش وايي، د طبي اسانتیاوو سخت کمښت دی او د ۳۸ روغتونونو له ډلې ۲۵ یې له خدماتو بهر دي.
په همدې حال کې پر غزې د اسرائیلو وروستي برید ته په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه ښوول شوي دي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ویلي، هېواد یې له ټولو خواوو غواړي، چې اوربند ته درناوی وشي. هغه وايي: “ټول ملکي وګړي باید خوندي شي.”
د بلجیم مرستیال لومړي وزیر ماکسیم پریوټ دغه بریدونه غندلي او له ټولو خواوو غوښتنه کوي چې اوربند ته غاړه کېږدي: “راځئ چې شاته ولاړ نه شو.”
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماو نینګ وايي، چین دغه وضعیت په اړه “ډېر اندېښمن” دی او هیله لري چې ټولې خواوې “له هر هغه اقدام ډډه وکړي چې کولی شي د تاوتریخوالي د ډېرېدو لامل شي.”
د روسیې ویاند دیمیتري پیسکوف هم وايي، دا وضعیت د اندېښنې وړ دی، او دا یې “د تاوتریخوالي د ډېرېدو یو بل څرخ” بللی دی.
په عین حال کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، دغو بریدونو “هک حیران” کړی دی او ” په ټینګه غوښتنه کوي چې اوربند ته دې درناوی وي.”
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د بریدونو غندنه کړې او وايي، “د صهیونیستي یرغلګرو دغه وحشیانه عمل نه یوازې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو خلاف دی، بلکې د انسانیت له اساسي ارزښتونو سره هم تضاد لري.”