
پرجعفر اکسپرس برید: لاملونه او پایلې
د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې ډلې شاوخوا اته دي، چې هره یوه یې خپلواکي فعالیتونه لري. دا ډلې په مختلفو وختونو کې د پاکستاني پوځ پر ضد عملیات ترسره کوي.
د بلوچستان ازادۍ پوځ (BLA) یوه له مهمو ډلو څخه ده، چې د بلوچستان د ایالت د بېلتون لپاره جنګېږي. دا ډله د نورو بلوڅ بېلتونپالو ډلو (BLF، BRA، UBA، BLT، BLG، او LB) سره یوځای د بلوچستان د ازاد دولت د جوړولو هڅه کوي.
BLA د پاکستان ضد تر ټولو پیاوړې ډله ګڼل کېږي، چې هدف یې د بلوچستان د ایالت له پاکستان څخه بېلول او د خپلواک بلوچستان دولت جوړول دي. د امریکا حکومت دا ډله د ۲۰۱۹ کال د جولای په دویمه د ترهګریزو ډلو په لیست کې شامله کړه.
د جعفر اکسپرس برید
د دې ډلې جنګیالیو درې ورځې وړاندې د کویټې – پېښور پر مسافر وړونکي اورګاډي جعفر اکسپرس برید وکړ. د اورګاډي ساتونکي یې ووژل، او شاوخوا ۲۰۰ کسان، چې پکې ملکي وګړي او پوځیان شامل وو، له ځان سره یووړل.
د چهارشنبې په شپه، BLA اعلان وکړ، چې ۵۰ پاکستاني سرتېري یې وژلي دي. خو د پاکستان پوځ وروسته اعلان وکړ، چې د عملیاتو په پایله کې ۳۳ یرغمل نیوونکي وژل شوي دي.
د دې برید تر شا عوامل
د پاکستان له جوړېدو (۱۹۴۷) راهیسې، بلوڅان او پښتانه د خپلواکۍ او ځانواکۍ غوښتونکي دي. د پښتنو او بلوڅانو ترمنځ توپیر دا دی، چې پښتنو تل د عدم تشدد (عدم خشونت) سیاست غوره کړی، خو بلوڅانو باور درلود، چې د پاکستان پر وړاندې عدم تشدد اغېز نه لري، نو ځکه یې د وسلوالې مبارزې لاره غوره کړه.
په تېرو لسیزو کې، د پاکستان حکومت نه یوازې دا چې د بلوڅانو او پښتنو د حقوقو د اعادې لپاره اقدام ونهکړ، بلکې د دوی پر وړاندې یې نور هم سخت چلند وکړ، لکه:
- اقتصادي استثمار: بلوچستان د پاکستان تر ټولو شتمن ایالت دی، خو د دې طبیعي زېرمې یوازې د مرکزي حکومت او نورو ایالتونو لپاره کارول کېږي، پداسې حال کې چې د سیمې اصلي اوسېدونکي له اساسي خدماتو محروم دي.
- جبري ترې تم کېدل: بلوڅ فعالان، محصلین او عادي وګړي بې له کوم دلیله ورکېږي، چې دا مسئله نړیوالو سازمانونو اندېښمن کړي دي.
- پوځي عملیات: د پاکستان پوځ پرلهپسې د بلوڅانو پر ضد عملیات کوي، ملکي خلک وژني، او د دوی کلیوالې سیمې بمباروي، چې دا چاره خلک د وسلوالې مبارزې ته هڅوي.
د پاکستان دریځ او واقعیت
پاکستاني چارواکي تل ادعا کوي، چې دا ډول بریدونه د “بهرنیو لاسوهونکو” کار دی. که دا خبره سمه هم وي، نو پوښتنه دا ده، چې د دې مخنیوی د چا مسوولیت دی؟
د پاکستان تبلیغاتي رسنۍ هڅه کوي، چې دا بریدونه ګاونډیو هېوادونو ته منسوب کړي، خو حقیقت دا دی، چې دا د پاکستان د غلطو سیاستونو پایله ده. که حکومت غواړي د بلوچستان شخړه حل کړي، نو باید د زور پر ځای سیاسي حللاره ومومي.
د عملیاتو ناکامي
پاکستاني پوځ ادعا وکړه، چې ټول یرغمل نیوونکي یې وژلي، خو د دې خبرې مانا دا ده، چې ټولې سیمې یې بمبار کړي دي. په دې عملیاتو کې ۲۱ یرغمل کسان وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي، چې دا عملیات ناکام ښيي.
ټول پوهیږي چې په داسې حالاتو کې ځانګړي کوماندوییړ عملیات په کار دی تر څو یرغمال شوي او یرغمال نيونکي ژوندي پاتې شي نه داچې ټول له یو سره ووژل شي . که چېیې یو یرغمال نیونکی هم ژوندی پاتی شوی وای نو ددی پیښې اصلي سرچینې به هم معلومې شوی وای.
مهمه پوښتنه دا ده: آیا دا حملې به دلته ودرېږي؟
بلوڅ بېلتونپالي له ۱۹۴۷ راهیسې په جګړه بوخت دي، او پاکستاني پوځ ۷۸ کاله کې یې نشو مهار کولی. نو غوره لاره دا ده، چې د زور پر ځای ، سیاسي خبرو اترو ته زمینه برابره شي.
که پاکستان د بلوڅانو محرومیت ته د پای ټکی کښېنږدي او د دوی مدني حقوقو ته درناوی ونهکړي، نو باید د لا سختو پایلو لپاره چمتو وي.