د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې د اوکرایین په اړه د خبرو اترو د همغږۍ په موخه د امریکايي پلاوي په مشرۍ د سعودي عرب پلازمېنې جدې ته تللي، ويلي، د اوکرايين حکومت د ۳۰ ورځني سملاسي اوربند وړاندیز منلی او “اوس توپ د روسيې په ډګر کې دی”.
په همدې مهال امريکا له اوکرایین سره استخباراتي او امنیتي مرستې بیا پیل کړې دي.
د اوکرايين د ولسمشر ولودمير زېلینسکي د دفتر مرستیال پاولو پالیسا چې د جدې په خبرو اترو کې یې برخه اخیستې وه، وايي د امریکا پوځي مرستې اوکرایین ته بیا پیل شوې دي.
نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، “زه تائیدوم چې د امریکا له خوا امنیتي مرستې بیرته پیل شوې دي. د تړونونو پلي کېدل پیل شوي. جګړه دوام لري!”.
په سعودي کې له اوږدو خبرو اترو وروسته، د امریکا او اوکرایین پلاوي په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې کیېف د واشنګټن د سملاستي ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز منلی دی، اوس دا د مسکو په هوکړه پورې تړاو لري.
دوې اوونۍ وړاندې په سپینه ماڼۍ کې د اوکرایین د ولسمشر او ډونلډ ټرمپ تر منځ ناندرۍ په ظاهرا د اوکرایین پوځ ته د امریکا د پوځي او استخباراتي مرستو د ځنډېدو لامل شوې وې.
د اوکرايين ولسمشر د دې ۳۰ ورځني اوربند لپاره د خپل هېواد چمتووالي ته په ځواب کې وویل، اوکرایین چمتو دی چې خپل ځمکني، هوايي او سمندري عملیات ودروي، او د هغه په اند د جدې د خبرو اترو پایله “مثبته وه” او دا چې اوس دا موضوع “په امریکا پورې اړه لري چې روسیه د اوربند منلو ته قانع کړي”.
ښاغلي زېلینسکي، په یوه ویډیو بیان کې وویل، له امریکا سره د اوکراییني پلاوي د خبرو اترو یوه له مهمو برخو د اوکرایین پوځ ته د واشنګټن د استخباراتي مرستو بیا پیلول وو، چې د ده په وينا بیا پیل شوې دي.
ښاغلي زېلینسکي ټینګار وکړ چې “اوکرایین د سولې لپاره چمتو دی… روسیه باید اوس د جګړې د بندولو یا دوام ورکولو لپاره خپله اراده وښيي.” د حقیقت د بشپړ څرګندېدو وخت رارسېدلی دی. زه له هر هغه چا مننه کوم چې له اوکرایین سره مرسته کوي.”
د اوکرایین ولسمشر زېلینسکي، چې سعودي عرب ته سفر کړی، دا هم ویلي چې په دې خبرو اترو کې د ګډون پلان نلري او د دې سفر په جریان کې یې موخه د لوړ پوړو سعودي چارواکو سره لیدل وو.
په ورته وخت کې د روسۍ پر پلازمېنه مسکو د اوکرايين ډرون الوتکو پراخ بریدونه شوي دي،
د روسیې ځايي چارواکو ویلي، په پلازمېنه مسکو او څېرمه سيمو کې د شپې د بې پيلوټه الوتکو “پراخ بریدونه” شوي چې لږ تر لږه دوه تنه پکې وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د مسکو والي اندرې ووروبیف ویلي چې وژل شوي او ژوبل دواړه ملکیان دي او په وینا یې، په بریدونو کې د یوې هستوګنیزې ودانۍ اووو اپارتمانونو ته تاوان رسېدلی دی.
هغه پر خواله رسنۍ د هغو ودانیو او سوځېدلو ګاډو عکسونه خپاره کړي چې په دغو بریدونو کې زیانمن شوي دي.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي چې د ښار پر لور ور روانې ۷۳ ډرون الوتکې یې غورځولې دي چې د هغو غورځېدو هم د یوه کور بام زیانمن کړی دی.
دا په ۲۰۲۲ کې د اوکرايين د جګړې له پیل راهیسې پر روسیې تر ټولو ستر برید بلل شوی دی
د روسیې دفاع وزارت هم د خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې تېره شپه یې په پلازمېنه مسکو او د دغه هېواد په نهو نورو سیمو کې ټولټال ۳۳۷ اوکرايينۍ ډرون الوتکې یا له منځه وړې دي او یا یې د هغوی د برید مخه نیولې ده.
اوکرايين تر اوسه په دې اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی.
که څه هم اوکراین دېرش ورځنی اوربند منلی خو پر روسیې یې بیا پراخ هوایي بریدونه کړي

جواب دهید