نړۍ

د بلوچستان د آزادۍ غورځنګ په لسګونو پاکستاني پوځیان برمته کړي

د پاکستان پوځي سرچینو ادعا کړې چې جعفر اېکسپرېس له برید وروسته تر اوسه پورې ۱۰۴ مسافر د وسله والو له منګولو ژغورل شوي او په عملیاتو کې يې د ۱۶ وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ (بې اېل اې) په نامه بلوڅ بېلتونپالې ډلې د دې برید مسؤلیت منلی او د ګڼو امنیتي ځواکونو د وژنې ادعا یې هم کړې ده.
د پوځي سرچينو په وینا، چاڼيز عمليات لا هم روانی دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير طلال چوهدري وايي، يو شمېر مسافر غرنيو سیمو ته وړل شوي دي.
د بلوچستان په سبي سیمه کې وسله والو له کوټې، پېښور ته پر تلونکي جعفر اېکسپرېس اور ګاډي چې د چارواکو په وينا ۴۰۰ کسان په کې سپاره وو، برید وکړ. د بلوچستان د ایالاتي حکومت ویاند شاهد رند ویلي دي، له کوئټې پېښور ته پر تلونکي جعفر اېکسپرېس د ګوډالر او پیرو کنري ترمنځ سیمه کې د درنو ډزو رپوټونه ورکول شوي دي.
پېښه پر ځايي وخت له غرمې وروسته په ۱:۳۰ شوې.
د حکومت ویاند رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي، په سبي روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی او امبولانسونه د پېښې ځای ته استول شوي دي.
په کوټه کې د اورګاډي د کنټرول یوه لوړپوړي چارواکي محمد شریف ویلي، اورګاډی د نا معلومو وسله والو د برید له امله سبي ته نژدې درول شوی دی. ویل شوي په اورګاډي کې ۴۰۰ مساپر سپاره وو.
چارواکي وايي، د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې په بريد کې د اورګاډي چلوونکى ټپي شوى دى.
د اورګاډي ویاند وايي، جعفر اېکسپرېس اورګاډي تر څلورو سوو ډېر مساپر په نهو کوچونو یا ډبو کې لېږدول. چې لویه برخه یې دولتي کارکوونکي دي.
هغه زیاته کړې د اورګاډي چلوونکی ټپي دی.”چلونکی هغه مهال ټپي شو چې د اورګاډي د یرغمل کولو هڅه وشوه او چلوونکي هڅه وکړه اورګاډي ته حرکت ورکړي.”
د کچهۍ ولسوالۍ د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي ویلي، برید د سبي ولسوالۍ په اتم نمبر تونل کې شوی چې له امله یې اورګاډی په هغه سیمه کې ودرول شول.
د حکومت ویاند شاهد رند زیاتوي، امنیتي ځواکونه یادې سیمې ته د تګ په حال کې دي. هغه وايي، د لومړنيو رپوټونو له مخې ښايي دا ترهګریزه پېښه وي او په اړه يې پلټنې روانې دي.
په سیمه کې هېڅ مخابراتي شبکه نشته او لاسرسی هم ورته ستونزمن دی.
په کوټه کې د اورګاډي د امنیت افسر ضیا کاکړ وايي، دا چې په سیمه کې د مخابراتي شبکو ستونزه ده، نو له امله یې د اورګاډي له عملې سره هېڅ اړیکه نه لري.
حکومتي ویاند وايي، دغه سیمه غرنۍ او لارې ورته سختې دي او له امله یې د پېښې ځاى ته په رسېدو کې ستونزې شته.
د رپوټونو مخې ، دکوټې له اورګاډي سټيشن څخه د بولان درې پر لور چورلکو الوتنې روانې لیدل شوي دي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button