
د حماس غورځنګ یوې مهمې سرچینې په دوحه کې د دې غورځنګ او د امریکا د حکومت د استازي ترمنځ د وروستیو خبرو اترو جزئیات افشا کړل.
د حماس سرچینې، چې نوم یې نه دی څرګند کړی، له العربي الجدید سره په مرکه کې وویل: مستقیمې خبرې اترې، چې د بندیانو د چارو لپاره د ډونالډ ټرمپ د استازي ادم بوهلر په شتون کې ترسره شوې، د ټرمپ د هغو څرګندونو وروسته سمدلاسه ترسره شوې چې دوه اونۍ وړاندې یې د حماس لخوا د هغو بندیانو د خوشې کولو لپاره د ښه نیت څرګندولو په اړه کړې وې چې امریکایی اتباع دي.
د حماس دې سرچینې ټینګار وکړ: “د خبرو اترو په جریان کې، د حماس غورځنګ د یوې جامع موافقې وړاندیز وکړ، چې اصلي برخه یې د دښمنیو بشپړ بندول دي.” هغه بندیان چې امریکا یې د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه هغه سرتیري دي چې د صهیونیسټي پوځ له پوځي مرکزونو څخه د مقاومت له خوا نیول شوي وو، او ملکي وګړي نه دي او په ښاري مرکزونو کې نه وو. د دغو بندیانو شمېر له ۴ څخه تر ۶ کسانو پورې دی.
د اسراییلو خبریال بارک روید هم د باخبره سرچینو په حواله دا خبر خپور کړ او ویې ویل چې د ټرمپ ادارې چارواکو په دې اړه په پټه د حماس له لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي دي.
د اسراییلو د ۱۲ چینل راپور ورکړ چې د حماس سره د امریکا اړیکه د نتانیاهو په مخ یو قوي څپېړه ده.
یوې باخبرې اسراییلي سرچینې د اسراییل ورځپاڼې اسراییل هایوم ته هم وویل چې رژیم د حماس سره د امریکا د حکومت د اړیکو په اړه ډیر اندیښمن دی.
له بله پلوه د نووستي خبري اژانس د راپور له مخې، د پولیټیکو ورځپاڼې نن سهار، د پنجشنبې په ورځ، د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نږدې کسانو په کیف کې د ولادیمیر زیلینسکي له ډېرو مهمو سیاسي مخالفینو سره پټې خبرې اترې کړې دي – په شمول د اوکراین پخوانۍ لومړۍ وزیرې یولیا تیموشینکو او د اوکراین د پخواني ولسمشر پیټرو پوروشینکو سره تړلي د اروپا د پیوستون ګوند مهم شخصیتونه.
په راپور کې راغلي: “د ډونالډ ټرمپ د ټیم څلورو لوړ پوړو غړو په کیف کې د زیلینسکي د ځینو مهمو سیاسي مخالفینو سره پټې خبرې اترې وکړې، ځکه چې واشنګټن او مسکو هڅه کوي ولادیمیر زیلینسکي له واکه لرې کړي، څوک چې د جګړې پای ته رسولو او له روسیې سره د سولې کولو مخالفت کوي.”
دا معلومات د اوکراین د پارلمان د دریو غړو او د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند د یوه چارواکي په حواله خپاره شوي دي. د راپور له مخې، د دې خبرو اترو اصلي تمرکز په اوکراین کې د وخت څخه مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کیدو امکان دی. د جمهوري غوښتونکو د یوې سرچینې په وینا، په دې غونډو کې ګډونوالو ځانونه د هغو خلکو په توګه وړاندې کړي چې متحده ایالات ورسره د زیلینسکي په پرتله په اسانۍ سره تفاهم ته رسیدلی شي.