چمپينز ټرافي: د افغانستان پر وړاندې د انګلنډ سيالي او د بټلر د لوبډلمشرۍ برخلیک
د انګلنډ لوبډلمشر جاس بټلر وايي، د افغانستان پر وړاندې د چمپينز ټرافۍ يا اتلانو جام کې د هغه د لوبډلمشرۍ راتلونکی له ګواښ سره مخ دی.
نيمه پايلوبې ته د رسېدو لپاره انګلنډ بايد د چارشنبې په ورځ له افغانستان لوبه وګټي.
که انګلنډ دا لوبه وبايلي او له سياليو بهر شي دا به د بټلر تر مشرۍ لاندې درېيم ټورنمېنټ وي چې انګلنډ په کې پاتې راځي. د ده تر مشرۍ لاندې د ۲۰۲۳ کال يو ورځنيو او د ۲۰۲۴ کال شل اوريزو سياليو نړيوال جام کې انګلنډ نه و ځلېدلی.
بلټر چې په ۲۰۲۲ کال کې د اين مورګن له تقاعد وروسته د انګلنډ مشري کوي وايي، “د لوبډلمشر په توګه تل غواړې چې ښه کار وکړې او خپله لوبډله د بري لور ته رهبري کړې.”
دی وايي، “موږ په دې وروستيو کې هغه ډول لوبه نه ده کړې چې له موږ يې تمه کېږي.”
که څه هم پر بټلر فشار ډېر دی خو دی وايي پر مثبتو ټکو تمرکز ته به دوام ورکړي.
نوموړی وايي، “کله چې د منفي شيانو په اړه فکر کوې، نو سملاسي د دې د هیرولو هڅه وکړه او يوازې پر مثبتو شيانو تمرکز وکړه چې ګټور ثابتیدای شي او لوبډله ورسره مخکې تللی شي”.”زه پر همدې تمرکز لرم.”
بټلر تائید کړه چې د انګلنډ په لوبډله کې یوازینی بدلون دا دی چې جېمي اورټون به د ټپي شوي توپ اچوونکي برايډون کارس پر ځای لوبېږي.
د چمپینز ټرافۍ سياليو په لومړۍ لوبه کې انګلنډ د اسټرالیا پر وړاندې ۳۵۱ منډې وکړې خو بیا يې هم د پنځو وېکټو په توپیر لوبه وبایلله، دا له ۲۰۲۳ نړیوال جام وروسته د دوی په ۱۵ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې یوولسمه ماتې او پرلهپسې پنځمه ماتې وه.
انګلنډ خپلې وروستۍ څلور دوه اړخیزې لوبلړۍ هم بایللي دي، که څه هم بټلر د هغو لړیو په دوو کې ټپي و.
د سې شنبې په ورځ د اسټرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ لوبه د باران له امله لغوه شوه، اوس که انګلنډ غواړي چې نيمه پايلوبې ته لار ومومي باید افغانستان او جنوبي افريقا دواړو ته ماتې ورکړي خو که له دغو دواړو لوبه يوه هم وبايلي بل پړاو ته نشي تللی او له سياليو به بهر کېږي.
بلټر وايي، “موږ باید د تېرې لوبې مثبت اړخونه لا پراخ کړو او په ځينو برخو کې لا نور ښه و ځلېږو.
دی وايي، “۳۵۰ منډې کول یوه لویه هڅه ده او ښایي موږ لا نورې هم کولی شوی، چې دا د توپ وهونکو لپاره ښه نښه ده. په توپ اچونه کې مو ډېر څه سم ترسره کړل خو باید یو څه نور هم ثابت پاتې شو ترڅو د منډو په برخه کې فشار زیات کړو.”
له افغانستان سره لوبه به په لاهور کې د هماغه لوبغالي پر نوې ويشتنځای يا پېچ ترسره کېږي، چې انګلنډ په کې له اسټرالیا ماتې خوړلې وه.
په وروستیو ورځو کې، د انګلنډ لوبغاړو ویلي چې پرخې یا لوندوالي پر لوبه اغېز درلود، چې د اسټرالیا لپاره یې د منډو جوړولو شرایط اسانه کړل، او ښایي تر ۶۰ منډو پورې توپیر يې جوړ کړ.
پرخه معمولا سپېنرانو يا ورو توپ اچووونکو ته ستونزې جوړوي، ځکه پر ويشتنځای توپ هغومره نه تاوېږي او کنټرول يې هم ګرانیږي.
افغانستان د نړۍ په کچه تکړه سپېن يا ورو توپ اچوونکي لري چې د انګلنډ لپاره لوی سرخوږی جوړولی شي.
بلټر وايي، “هغوی یوه لویه ننګونه ده، خو موږ به دې ته پام کوو او ښه چمتووالی به ولرو چې په انفرادي او ټوليز ډول غوره لوبه ترسره کړو او سيالي وګټو.”