خبر

د افغان کډوالو ملاتړ لپاره د جاپان او یو اېن اچ سي آر ترمنځ هوکړه وشوه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د جاپان حکومت یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.
د دې هوکړه لیک ارزښت ۹۲۹ ملیونه جاپاني ین کېږي چې کابو (۶ ملیونه ډالره) کېږي.
د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ وایي، دا هوکړه لیک به هغو پروګرامونو ته ځانګړی شي چې، افغانستان ته راستانه شویو کډوالو، بې‌ځایه شویو او د هغوی کوربه ټولنو ته د معیشت زمینه برابره کړي.
د دې هوکړې له مخې د ورېښمو تولید، غالۍ اوبدنه، د شنو خونو جوړول او د لبنیاتو د تولید پراختیا هغه فعالیتونه دي چې له ملاتړ به برخمن شي.
د یادونې ده چې اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې ښيي چې، په تېره یوه میاشت کې ۳۱۶۰کورنۍ چې څه باندې ۱۴زره کسان کیږي هېواد ته راستانه کړل شوي دي.
د یاد وزارت ویاند ویلي وو چې، په یاده شمېره کې له ایرانه څه باندې ۱۰۶۰۰ او له پاکستانه ۳۳۰۰ او له ترکیې نږدې ۱۵۰ کسان هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کډوال په زیات شمېر یې په جبري ډول ایستل شوي دي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button