خبر

ازبکستان ته داسلامي امارت سخت احتجاج

امریکې ته سپارل شوي چورلکې دافغانستان ملکیت دی

امریکا ته د چورلکو لېږدول موږ ته د منلو نه دي، افغانان حق لري چې د خپل حق پوښتنه وکړي.

د اسلامي امارت دملي دفاع وزارت وایي، دغه چورلکې باید بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.

یاد وزارت دیوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي دي:

” امریکا ته د چورلکو لېږدول موږ ته د منلو نه دي، افغانان حق لري چې د خپل حق پوښتنه وکړي او ګاونډي هېوادونه هم باید دغه حق ته درناوی ولري”.

دملي دفاع وزارت دغه راز له امریکا غوښتنه کړې چې یادې ټولې چورلکې دې افغانستان ته ولېږدوي او په دې بهیر کې دې خنډ نه جوړوي.

اسلامي امارت تر دې وړاندې هم له ازبکستان او تاجکستانه غوښتي وو، چې دغه الوتکې او چورلکې بېرته افغانستان ته ستنې کړي.

دافغانستان دملي دفاع وزیر مولوی محمد یعقوب مجاهد دوه کاله وړاندې هم ازبکستان ته ویلي وو چې دافغانستان دپوځ چورلکې دی افغانستان ته وسپاري.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button