خبر

د کمال خان بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دا بندد۱۷۴۰۰۰ هکتاره ځمکې دخړبولواو ۹ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت اعلان وکړ چې د نیمروز ولایت د کمال خان بند چارې بشپړې شوې او ټاکل شوې ده چې د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاد وزارت نن (چهارشنبه، د فبروري ۷مه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې “د کمال خان بند پروژې د بشپړیدو او ګټې اخیستنې مراسم” به نن د نیمروز ولایت په چهار برجک کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې ترسره شي.

د اسلامي امارت د انرژۍ او اوبو وزارت دا هم ویلي چې د کمال خان بند د اوبو مدیریت، کرنې پراختیا او انرژۍ تولید لپاره “حیاتي اهمیت لري”. دا بند به ۱۷۴۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي او د ۹ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا به ولري.

دا بند، چې جوړولو یې کلونه وخت ونیو، د نیمروز ولایت په چهار بورجک ولسوالۍ کې جوړ شوی او د ۵۲ ملیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

 

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button