خبر

وروستیو ګونګوسو ته د ذبیح الله مجاهد غبرګون

اسلامي نظام بوړبکۍ نه دی راوړۍ، چې د پروپاګند په پایله کې به پاشل کېږي

 

دافغانستان داسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد دیوې مرکې په ترڅ کې ویلي دي چې اسلامي امارت داختلافتو او کورنیو جګړو د له منځه ولو لپاره رامنځه شوی دی او دیو والی په ارزښت ډیر ښه پوهیږي .

د اسلامي امارت ویاند  وایی د افغانستان اوسنۍ بودیجه په بشپړه توګه د هېواد له کورنیو سرچینو څخه تمویلیږي، په تېرو درېیو کلونو کې د نړیوالو له لوري ترسره شوې مرستې اسلامي امارت ته نه دي ورکړل شوې.

داسلامي امارت مرکزی ویاند په وېنا مالیې وزارت تېر کال د عادي بوديجې سربېره د ۵۵۵ پراختیايي پروژې هم له کورنیو عوایدو تمویل کړي دي، چې اکثره یې بشپړې شوې دي.

د اسلامي نظام له لوري د جبل السراج او غوري سمنټو فبریکه ،دکابل کندهار لویه لاره چې ۵۰۰ کیلومتره اوږوالی لري،د ۳۰۰بستریز روغتون جوړیدل،له وچکالۍ سره اغیزمنه مبارزه،د داعش ځپل او دبشپړ امنیت ټینګول دحکومت دلویو لاسته راوړنو په توګه یادوي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي؛ اسلامي امارت پیل د اختلاف او کورنیو جګړو پر ضد شوی او تر بل هر چا د یووالي په ارزښت ښه پوهېږي، دا مهال د هېواد په هېڅ زندان کې سیاسي بندي نشته او په زندانونو کې د شکنجو اوازې بې بنسټه دي.

مولوي ذبیح الله مجاهد ولس ته ډاډ ورکړی، چې هېواد کې د داعش ټول پټنځایونه له منځه وړل شوي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت بې‌مثاله ښه دی.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي نظام بوړبکۍ نه دی راوړۍ، چې د پروپاګند په پایله کې به پاشل کېږي او ترمنځ به یې اختلاف راځي. د فکر او عقیدې خلک څوک له خپلې موخې نشي لاس پر سر کولی.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد په دې مرکه ویلي؛ بګرام د افغانستان ملکیت دی، افغانان یې هیچا ته د نیولو اجازه نه ورکوي او په وینا یې، هغه وسلې چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو پاتې وې، غنیمت دی، د افغانانو ملکیت دی او له همدې وسلو څخه به د دین، هېواد او خپلواکۍ په ساتلو کې کار اخلو.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button