خبر

افغانستان کې مو دفترونه نه دي تړلي(سورصلیب)

ټول افغانستان کې زمونږکارمندان پرته له کوم خنډ څخه خپلې دندې ترسره کوي.

 

د سره صلیب نړیوالې کمېټې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې په افغانستان کې یې خپلو کارکوونکو ته د امنیتي دلایلو له امله په کورونو کې د پاتې کېدو امر کړی دی.

سور صلیب وایی چې په کابل او ټول افغانستان کې یې کارمندان پرته له کوم خنډ څخه خپلې دندې ترسره کوي.

دې سازمان د دوشنبې په ورځ په ایکس-پاڼه کې په یوه بیان کې لیکلي دي چې یوې رسنۍ په غلطۍ سره راپور ورکړی چې سره صلیب له خپلو کارمندانو څخه غوښتي چې په کور کې پاتې شي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې دا راپور ناسم وباله او ویې ویل چې د دوی ټول بشري پروګرامونه په عادي ډول دوام لري.

په بیان کې ویل شوي، چې موږ په ټول افغانستان کې اړمنو ټولنو ته د بشري مرستو رسولو ته ژمن یو.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button