نړۍ

د نړۍ تر ټولو زړه ښځه مړه شوه

۱۱۶ کلنه جاپانۍ ښځه تومیکو ایتوکا، چې د نړۍ تر ټولو زړه ښځه بلل شوې وه، له نړۍ سترګې پټې کړې.
د هغې نوم د نړیوالو ریکارډونو په کتاب، ګینس کې د نړۍ د تر ټولو د زړې ښځې په توګه ثبت شوی و. د جاپان د حکومت د زړو خلکو د چارو مسوول، یوشیتسوګو ناګاتا، وویل چې تومیکو ایتوکا د دسمبر په ۲۹مه مړه شوې، خو د هغې د مړینې خبر د شنبې په ورځ (د جنورۍ ۴ مه) خپور شو.
تومیکو ایتوکا د ۱۹۰۸ کال د مې په ۲۳مه زېږېدلې وه. هغې تېر کال د نړۍ تر ټولو د زړې ښځې تر مړینې وروسته، چې ۱۱۷ کلنه وه، دا لقب ترلاسه کړ.
کله چې تومیکو ایتوکا خبره شوه چې د نړۍ تر ټولو د زړو ښځو په لېست کې لومړۍ ده، یوازې یې دومره وویل: «مننه.»
دا ۱۱۶ کلنه جاپانۍ ښځه په خوراکونو کې کیلې او د جاپان یو ډول دودیز مشروب “کالپیس” (چې تروو یا شوملو ته ورته دی) ته لېواله وه.
جاپاني چارواکو تېر کال د هغې د ۱۱۶مې کلیزې په مناسبت یوه ځانګړې غونډه جوړه کړې وه، چې په کې هغې ته ګلان او د زوکړې کیک ډالۍ شول.
تومیکو ایتوکا په خپل ژوند کې دوه ځله د جاپان د اونتاکي غرزه ۳۰۶۷ متره لوړې څوکې ته په ختلو بریالۍ شوې وه. هغې څلور اولادونه (دوه زامن او دوه لوڼې) لرل، خو د مړینې پر وخت یې یوازې یوه لور او یو زوی ژوندی وو. هغې پنځه لمسیان هم لرل.
دې جاپانۍ ښځې د دوهمې نړیوالې جګړې په لړ کې د خپل مېړه د کالیو جوړولو د کارځای مدیریت کاوه. د هغې مېړه په ۱۹۷۹ کال کې مړ شوی و.
د نړۍ تر ټولو د زاړه انسان لقب اوس د برازیل یوې ۱۱۶ کلنې ښځې “اینا کانابارو لوکا” ته رسېدلی، چې له تومیکو ایتوکا یوازې ۱۶ ورځې کشره ده.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button