درنې واورې د هېواد یو شمېر لویې لارې د ترافیکو پرمخ تړلي
د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، د سالنګ لویه لار د درنې واورې او ورښت له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
حق شناس زیاتوي، چې دغه راز د غزني د مالستان او ناور ولسوالیو نښلوونکي سړکونه او د بامیان د قوناق، اب قول کرمان او شاتو کوتلونه او د دغه ولایت د پنجاب ولسوالۍ د دهن سیا لار هم د واورې ورښت له امله تړل شوې ده.
نوموړی دغه راز وایي، چې د کابل – جلال اباد پر لویه لار هم د ورښت له امله غر ښویېدلې و چې په خبره یې، تر پاک کارۍ وروسته اوسمهال د تګ راتګ پرمخ پرانیستی دی.
د هېواد د یوشمیر ولایتونو لویې لارې وخت نا وخته د ژمي په موسم کې د باران او واورو له امله بندېږي، چې له امله یې مسافر له سختو ستونزو سره مخ وي.
عام خلک له حکومت غواړي، چې د لویو لارو د بندېدو او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په پار دې د ستونزو پر حل کار وکړي.