
د غزې شمال کې وروستی لوی روغتون د اسرائیلو د بريد له امله تړل شوی
د روغتيا نړيواله اداره وايي، د اسرائيلو پوځ د غزې په شمال کې وروستی لوی روغتون له کاره غورځولی دی.
د دې ادارې په وينا د جمعې په ورځ د اسرائيلو د پوځ په بريد کې د کمال عدوان روغتون اصلې برخې سختې سوځېدلې او ويجاړې شوې دي.
د حماس تر کنټرول لاندې د غزې روغتيايي چارواکو د شنبې په ورځ وويل، چې د کمال عدوان روغتون د مشر په ګډون د روغتيايي برخې کارکوونکي هم نيول شوي دي.
د روغتون مشر ډاکتر حسام ابوصفيه له لومړنیو کسانو و چې د جمعې ورځې د اسرائيلو هوايي بريد کې يې د شاوخوا ۵۰ تنو د وژل کېدو اعلان وکړ.
د روغتيا نړيوالې ادارې د هغو ناروغانو د روغتيا په اړه اندېښنه ښودلې چې له روغتونه وتلو ته اړ شوي دي.
بل پلو اسرائيل وايي حماس دغه روغتون د خپل قوماندې د مرکز په توګه کاراوه خو په دې اړه يې شواهد نه دي وړاندې کړي. دا په داسې حال کې ده چې اسرائيل نړيوالو رسنيو ته اجازه نه ورکوي چې په مستقله توګه غزې ته ولاړ شي.
د ياد روغتون کارکوونکو ويلي، د اسرائيلو له بريدونو وروسته چې لسګونه کسان په کې ووژل شول دوی د اسرائيلو پوځ په زور له دې ځايه ايستلي دي.
د اسرائيلو پوځ د جمعې په ماسپښين وويل چې دوی د روغتون په سیمه کې عمليات ترسره کوي او دا ځای يې د “حماس د ترهګرو مرکز” بللی و.
له عملياتو وړاندې اسرائیلي پوځ ويلی وو، چې ملکي وګړو، ناروغانو او روغتيايي کارکوونکو ته يې د وتلو لاره برابره کړې وه.
په غزه کې د جګړې په پیل کې اسرائیلو ژمنه وکړه چې د حماس واکمني او پوځي وړتیاوې به له منځه وړي. د حماس د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې د ملګرو ملتونو او نورو لخوا د باور وړ ښکاري د جګړې له پیله، تر ۴۵ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
د غزې د دوه اعشاریه درې میلیونه وګړو ډېره برخه یې بېځایه شوي دي او پراخه ویجاړي هم رامنځ ته شوې ده.