
په سوريه کې به وسله والې ډلې منحل او له پوځ سره به یو ځای شي.
د سوريې مشر احمد الشرع وايي، ټولې وسلې به د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې وي چې په وينا يې په هغو کې د کوردانو وسلې هم شاملې دي.
نوموړي د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير هاکان فيدان سره له کتنې وروسته يوې خبرې غونډې ته وويل، چې “وسله والې ډلې به ډېر ژر منحل او د سوريې له نوي پوځ سره يو ځای شي” خو د دې لپاره کړنې لپاره يې کره نېټه اعلان نه کړه.
د ترکيې لومړي وزير ټينګار وکړ چې سوريايي وګړو په يوازې توګه بشار اسد نسکور کړ او د هيئت تحرير الشام ډلې مشرانو ته يې وويل، “دا بريا يوازې ستاسو ده او د بل هېچا نه ده، سوريې ستاسو د سرښندونو له دې تاریخي فرصت ګټه پورته کړې ده.”
ترکيه د تحرير الشام ډلې چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې يې په سوريه کې واک تر لاسه کړ، اصلي ملاتړې بلل کېږي.
دا کتنه د دمشق په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه، ښاغلي الشرع چې په ابومحمد الجولاني مشهور و، د پخوا خلاف دا ځل د پوځي جامو پر ځای په درېشي او نېکټايي کې راڅرګند شو.
دا د بشار اسد د حکومت له نسکورېدو وروسته پلازمېنې دمشق ته د ترکيې د بهرنيو چارو د وزير دويم سفر دی.