د حزب الله مشر نعیم قاسم وایی د اسد رژیم له نسکوریدو سره،موږ د سوریې له لارې پوځي اکمالاتي لار له لاسه ورکړه
بیروت: د لبنان د مقاومت غورځنګ حزب الله مشر نعیم قاسم تایید کړه چې د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو وروسته حزب الله اوس له ایران څخه سوریې ته د پوځي اکمالاتو لاره له لاسه ورکړې ده.
دعربي ميډيا له مخې دحزب الله مشر نعيم قاسم تيره ورځ په خپلو خبرو كښې وويل سوريه له يو خطرناك توسيع پرست دښمن سره مخامخ ده او په سوريه كښې د ګولان په لوړو بفر زون د اسرائيلي پوځ قبضه د دې خبرې ثبوت دي .
نعیم قاسم وویل هیله من دی چې د سوریې نوي واکمنان به اسرائیل د دښمن په توګه په رسمیت وپیژني او له اسرائیلو سره به نورمالې اړیکې جوړې نه کړي.
د حزب الله مشر وویل، تر څو چې په سوریه کې وضعیت ارام شوی نه وي، د سوریې خلک د یاغیانو په اړه نظر نه شي ټاکلی، تمه ده چې د سوریې نوی حکومت به په حکومت کې ټول ځواکونه او ګوندونه شامل کړي.
نعیم قاسم وویل دا سمه ده چې له سوریې څخه د حزب الله د پوځی اکمالاتو لاره د بشارالاسد د رژیم له ختمیدا وروسته ختمه شوې ده خو هیله من دی چې دغه لاره به د نوی حکومت له راتلو وروسته بیرته پرانیستل شی او یا به نوهبله لاره ولټوو.