د اسراييلو او د لبنان د مقاومتي ډلې حزب الله تر منځ د اوربند تړون ښايي ډېر ژر لاسليک شي.
د یوې بهرنۍ خبري ادارې له مخې لبناني سرچینو ویلي دي چې د امریکا او فرانسې ولسمشران په ۳۶ ساعتونو کې د اوربند اعلان کولی شي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي وايي، د اسراییلو او حزب الله ترمنځ د اوربند خبرې په سم لوري روانې دي او موږ یوې هوکړې ته نږدې شوي یو.
د فرانسې د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لبنان کې د اوربند په خبرو کې مثبت پرمختګ شوی او تمه ده چې ډېر ژر به پایلې ولري.
د عربي رسنیو له مخې په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر هم ادعا کړې چې دوی له حزب الله سره اوربند ته نږدې شوي دي. د اسراییلو کابینه به د سه شنبې په ورځ په دې اړه بحث وکړي.
له بلې خوا حزب الله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیلو بریدونه دوام لري، د نن ورځې په بریدونو کې تر ۱۲ زیات کسان شهیدان شوي دي.
په غزه کې د کډوالو پر کمپونو او روغتونونو د اسراییلو بمبارۍ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۳۰ ډیر فلسطینیان شهیدان کړي دي.
د رپوټونو له مخې په رفح ښار کې د اسراييلي پوځيانو پر موټر د حماس د توغنديو په بريد کې څو تنه اسرائيلي پوځيان وژل شوي دي.
په غزه کې د ژمي له بارانونو وروسته اټکل کیږي چې ۵۰۰ زره کسان به د یخنۍ له امله اغیزمن شي.