خبر

ګډ بازار چې افغانان له ويزې پرته ورتلی شي

د افغانستان – ازبکستان ګډ بازار یا ازاده تجارتي سیمه چې څو میاشتې مخکې پرانیستل شو، اوس په غوړېدو دی او هره ورځ سلګونه افغانان دې بازار ته د پېر او پلور لپاره راځي.
دا بازار چې د امو سيند په بل اړخ کې د ترمز ښار په سرحدي سیمه کې دی، د دواړو هېوادونو سوداګر او پلورونکو ته فرصت ورکړی چې خپل تجارتي توکي او محصولات په دې بازار کې وپلوري. د ازبکستان وګړي هم هره ورځ دې بازار ته د توکو د اخيستلو لپاره ورځي.
دا بازار د روان ۲۰۲۴ کال د اګست میاشتې پر ۲۹ د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله آریپوف پرانیست. دې پرانیستغونډې ته د اسلامي امارت یو پلاوی او د قرغیزستان، قزاقستان او اذربایجان چارواکي هم بلل شوي وو.
که څه هم د ازبکستان چارواکي وايي، افغان سوداګر له دې ازاد زون نه له مالیاتو پرته د ګټې اخیستنې اجازه لري، خو افغان سوداګر لا هم راتلونکې کې پر عایداتو د مالیو د لګولو د شونتیا په اړه اندېښمن دي.
دې بازار کی د افغان سوداګرو منشي جمعه الدین حاجي زاده وايي، “په پیل کې افغان تاجران د دې بازار په اړه ډاډه نه وو، چې ایا بریالي به شي یا نه، تر هغه چې د افغانستان او ازبکستان چارواکو هغوی ته ډاډ ورکړ د دوی پانګونه به په دې بازار کې خوندي وي.”
د هغه په وینا، افغان سوداګرو اندېښنه لرله که دوی په دې بازار کې ډېره پانګونه وکړي، کېدای شی دا سرحد کوم وخت وتړل شي.
خو بیا هم، یو شمېر افغان پلورونکي په دې بازار کې وايي چې دوی لا هم له ځینو ستونزو سره مخ دي.
دا بازار په ۳۶ هکټاره ځمکه د ازبکستان په خاوره کې پروت دی. د افغانستان اسلامي امارت او ازبکستان ترمنځ د یوې هوکړې له مخې، د افغانستان اتباع کولی شي پرته له ويزې هره ورځ دې ۲۴ ساعته بازار ته سفر وکړي او که اړتیا وي، تر ۱۵ ورځو پورې دغه ازاده اقتصادي سیمه کې پاتې شي.
د سرحد په دواړغاړو کې ګمرکي او د پاسپورت د کنټرول څانګې ۲۴ ساعته فعالیت کوي. د ازبکستان چارواکي وايي، د دې بازار په لومړۍ برخه کې- چې اوس فعاله ده، ۳۶۳ دوکانونه دي، ۲۷۵ دوکانونه د ازبکستاني سوداګرو او ۸۸ دوکانونه د افغان پلورونکو لپاره ځانګړي شوي دي.
په دې ازاده سیمه کې یوه مجهز روغتون هم جوړ شوی دی، چې افغانان ورته د علاج لپاره راځي، هره ورځ سلګونه افغانان – ښځې او سړي دې روغتون ته د درملنې لپاره راځي.
دو ی وایي، پخوا به د علاج لپاره پاکستان ته تلل، خو اوس د پاکستان وېزه د افغانانو لپاره ستونزمنه ده او دوی دغه روغتون ته پرته له ويزې مراجعه کوي.
په دې سیمه کې دوه هوټلونه او یوه رستورانت هم جوړ شوي چې ترکي او ازبکي خواړه وړاندې کوي.
دا ازاده سیمه داسې ډیزاین شوې چې په راتلونکي کې به هره میاشت یو اعشاریه څلور میلیونه ډالره سوداګري ولري او هر کال له یو اعشاریه پنځه میلیونه کسانو ډېر خلک راجذب کړي.
د ازبکستان چارواکي وايي په څه د پاسه دوه میاشتو کې چې بازار فعال شوی دی بازار ته شاوخوا پنځوس زره کسان ورغلي دي.
تمه کېږي چې دا ازاده تجارتي سیمه د شاوخوا درې زره کسانو لپاره د کار زمینه برابر کړي، چې یو پر درېیمه برخه به یې افغانانو ته ورکول کېږي. ازبک چارواکو په وینا د مزار شریف او د ازادې سیمې ترمنځ د کارګرانو لپاره به یو بس فعال شي.
له بل لوري د بلخ په ولایت کی چارواکي وایي چې دوی اوسمهال پر هغه طرحه کار پیل کړی چې د حیرتان په بندري ښارګوټي کې هم یو لوی سوداګریز ازاد نړیوال بازار جوړ کړي.
د بلخ د صنعت او تجارت رییس قاري امیر محمد متقي وویل چې دغه لوی سوداګریز ازاد نړیوال بازار به په نړیوال معیار او پراخه ساحه کې جوړ شي چې د منځنۍ اسیا اونورو هېوادونو سوداګر به له افغان سوداګرو سره یو ځای دغه بازار کې په کار بوخت شي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button