په تاجکستان هېواد کې په یوه وسله وال برید کې یو چینایی تبعه وژل شوی، څلور چینایان او یو تاجک ټپیان شوی دی.
سیمه ییزو چارواکو تایید کړې، چې د وسله والو کسانو دغه برید دتاحستان هیواد په سوېل کې د ختلان ولایت د شمس الدین شاهین ولسوالۍ په “زربوز” ولسوالۍ کې شوی دی.
دا سیمه له افغانستان سره د تاجکستان پولې ته څېرمه پرته ده او سرچینو ویلي چې په دغو سیمو کې قاچاقبران فعال دي.
د دوشنبې چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم تر دې دمه دیاد برید مسوولیت چا پر عاړه اخیستی دی
ځايي سرچينو ويلي، چې په دې وروستيو کې په “زربوز” سيمه کې د سرو زرو د استخراج يوه فابريکه ثبت شوې او په دې سيمه کې چينايي کارګران او انجنيران شتون لري.
په تاجکستان کې اووه سوه چينايان فعال دي، خو دا په تاجکستان کې د چينايي اتباعو پر ژوند لومړی بريد دی خو تر دې وړاندې د پاکستان په ځینو صوبو کې پر چینایي انجنیرانو او کار کوونکو باندې خونړي بریدون شوي دي