اوکرایین د روسیې پر خاوره د اوږده واټن توغندیو ګوزارونه کړي.
د روسیې حکومت وايي، اوکرایین د روسیې په خاوره کې دننه د هغو توغندیو ګوزارونه کړي دي، چې واشنګټن ورکړي او یوه ورځ مخکې یې د دې توغندیو کارولو اجازه ورکړه.
امریکايي چارواکو هم په امریکا کې د سي بي اېس نیوز ته دا رپوټونه تائید کړي، چې اوکراییني ځواکونو د روسیې په خاوره کې دننه د پوځي تکتیکي توغندیز نظام (اتاکئمس) ګوزارونه کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت مسوولینو په وینا اوکرایین د پنجشنبې پر ورځ د روسیې او اوکرایین تر منځ پولې ته څېرمه بریانڅک سیمه په دې توغندیو وېشتلې ده. د روسیې دفاع وزارت مسوولین وايي، پنځه توغندي هدف ته له رسېدو مخکې په هوا کې له منځه وړل شوي او پر یوه پوځي مرکز د یوه توغندي پاتې شونو غورځېدو له کبله هلته اور لګېدلی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر واشنګټن تور پورې کړی، چې غواړي ”د جګړې اور پراخ کړي.” نوموړي وویل، ”دغه اتاکئمس پرلپسې د بریانڅک سیمې ته په پرلپسې ډول ویشتل شوي دي او دا بې له شکه ښيي، چې دوی (امریکا) غواړي تاوتریخوالی ډېر شي. او هغسې چې پوتین بیا بیا ویلي دي، له امریکایانو پرته په عصري تکنالوژۍ د دې سمبال توغندیو کارول شوني نه دي.”
نوموړي زیاته کړه، ”موږ به دې ته د روسیې پر ضد د لوېدیځ د جګړې یوې نوې بڼې په نظر ګورو او همداسې به غبرګون وښیو.”
نوموړي د ریو دي ژنیرو په جي-۲۰ غونډه کې خبریالانو ته وویل، روسیه داسې فکر کوي، چې ”دا توغندي د امریکايي پوځي سلاکارانو په مرسته کارول شوي دي.”
له دې مخکې پر سې شنبې روسيې د اتومي وسلو کارولو په تړاو نوې تګلاره تائید کړه، چې له مخې به یې د دغه هېواد چارواکي د خپلو اتومي وسلو پر کارولو غور کوي.
روسیه اوس وايي، د یوه داسې هېواد له لوري برید چې اتومي وسله و نه لري، خو د اتومي وسلو لرونکي هېواد ملاتړ ورسره وي، پر روسیې شریک برید بلل کېږي.
د یادونې ده، چې اوکرایین له تېر یوه کال راهیسې د خپلې خاورې په هغو برخو کې دغه ډول توغندي کاروي، چې روسي ځواکونو لاندې کړې دي.
دغه ډول توغندي تر درې سوه کیلومترو واټن پورې هدفونه په نښه کولای شي او له منځه وړل یې ګران دي. کیېف اوس کولای شي د روسیې په خاوره کې دننه هدفونه په نښه کړي.
په دې کې د کورسک سیمه هم شامله ده، چې اوکراییني ځواکونو پکې تر ۱۰۰۰ مربع کیلومترو پورې روسۍ خاوره لاندې کړې ده. رپوټونه وايي، کیېف او واشنګټن دواړو کې چارواکي فکر کوي، چې روسیه به دې سیمه کې ځوابي بریدونه کوي.