د ولسمشرۍ ټاکنو له ګټلو وروسته په فلوریډا ایالت کې د بریا وینا پر مهال ډونلډ ټرمپ وویل چې نن مو تاریخ جوړ کړی، امریکا به نویو لوړو پوړیو ته ورسېږي او اوس به د هېواد ټولې چارې سمې کړو.
هغه وويل دامريکا خلکو هيڅکله دغه شان کاميابي نۀ ده ليدلې، دغه شان سياسي بريا پخوا نۀ وه ليدلې.د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکو په سنا کې اکثریت وګاټه
ډونلډ ټرمپ د دویمې دورې لپاره دامریکې ولسمشر شو اوکاملا هاریس ته یې ماتې ورکړه
ټرمپ ویلي چې امریکا به خوندي، قوي او هوسا کړي، امریکا به یو ځل بیا ستره کړي، په امریکا کې زرین دور پیل کېدونکی دی.
دونالد ترمپ په ټاکنیزو حوزو کې له خپلو پلویانو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ستاسو له رایو پرته بریا ناشونې وه.
ټرمپ ویلي چې زه به نوې جګړه نه پیلوم بلکې جګړه به پای ته ورسوم.د امریکا د ولسمشر د ټاکنو لپاره په ټولو ۵۰ ایالتونو کې د رای اچونې د پایلو له مخې ډونالډ ټرمپ ټاکنې ګټلې او د امریکا ۴۷م ولسمشر شو.
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې ډونلډ ټرمپ له ۵۳۸ رایو څخه ۲۷۷ او کاملا حارث ۲۲۶ ټاکنیزې رایې ترلاسه کړې دي.
ټرمپ د ۲۷۷ ټاکنیزو رایو په اخیستو د امریکا په ۲۷ ایالتونو کې بریالی شو
ډونلډ ټرمپ د امریکا د ۵۰ ایالتونو له جملې څخه ۲۷ یې ګټلي دي او کمالا حارث ۱۹ ایالتونه ګټلي دي.
د پایلو له مخې تر اوسه جمهوري غوښتونکو د استازو په مجلس کې ۱۸۸ څوکۍ او دیموکراتانو ۱۶۰ څوکۍ ګټلي دي.په دی توګه د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې جمهوري غوښتونکو د امریکا د کانګرس په مشرانو جرګه کې اکثریت وگټلو.