خبرنړۍ

فرانسه کې ۱۵کاله وروسته د ورک سړي جسد پیداشو

 

د کور د ترمیم په وخت کې، نويو مالکانو د زاړه مالک 15 کلن جسد وموند

په فرانسه کې د یوه کور د بیارغونې پرمهال، نوي مالکانو د کور د زاړه مالک مړی پیداکړ

د سرچینوبپه وینا، په فرانسه کې د یوه کور نویو مالکانو د کور د ترمیم او بیا رغاونې پرمهال د یوې نږدې ودانۍ په دوو بامونو کې د انسان هډوکي وموندل.

داسې انګیرل کیږي چې د انسان پاتې شوني د کور د پخواني مالک سره تړاو لري چې په 2009 کې ورک شوی و.

چارواکي وايي، د ودانۍ له چت سره یو رسۍ هم تړل شوې، چې ګومان کېږي وژل شوي کس ځان وژنه کړې وي.

چارواکي دا هم وايي، هغه ودانۍ  یوازې یوه دروازه لري، چې په داسې ډول جوړه شوې چې په اسانۍ نه لیدل کېږي.

د بهرنیو رسنیو په وینا، د کور پخوانی مالک په 2009 کې ورک شوی و او هغه مهال 79 کلن و.

سیمه ایزې محکمې وروسته دا سړی په 2021 کې په قانوني توګه مړ اعلان کړ.

موندل شوی جسد د عدلي څیړنو او د هویت تایید لپاره روغتون ته لیږدول شوی.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button