
په غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په هوایي بریدونو کې لسګونه فلسطینیان شهیدان شوي.
د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا اداره وايي، په بیت لاهیا ښار د اسرائیلو د هوايي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۹۳ تنه وژل شوي او یا لادرکه دي.
له بل لوري امريکا د غزې تراړې د شمال په بيت لاهيا ښار کې د اسرائیلي ځواکونو په تازه هوايي بريدونو کې د نژدې سلو کسانو پر مړينه خواشينې ښودلې او د دې جګړې د پايته رسولو غوښتنه يې کړې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند متيو مېلر وايي، “امريکا په دې پېښه کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو سخته خواشينې ده. دا يوه وحشتناکه پېښه ده چې ناوړه پايله يې لرلې.”
رویټرز خبري اژانس وايي، په دغه برید کې د ملکي استوګنې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ په نښه شوې ده.
رپوټونو کې ویل شوي چې په دې ودانۍ کې شاوخوا ۲۰۰ کسان اوسېدل.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې د یو شمېر وژل شویو مړي لیدل کېږي چې په کمپلو کې تاو شوي او په ځمکه ایښي دي.
سهیونستي رژیم تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
اسرائیلي اشغالګرو روانه میاشت د غزې شمال کې نوي عملیات پیل کړل. دوی ویلي حماس یو ځل بیا په دې سیمه کې د رټولېدو او منظمېدو په حال کې دی.
د اسرائیل دفاعي ځواکونه په دې لړ کې له تېرو دوو اونیو راهیسې د غزې د شمال په جبالیا، بیت لاهیا او بیت حانون سیمو کې پرله پسې عملیات کوي.
جبالیا کې د کمال عدوان روغتون مشر ‘حسام ابو صفیه’ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دغه روغتون چې د ماشومانو درملنه پکې کېږي، د کارکوونکو او درملو له کمښت سره لاس ګریوان دی.
نوموړی وايي “تر هغې وروسته چې پوځ زموږ روغتیايي ټیم او کارکوونکي ونیول، په کمال عدوان روغتون کې د لومړنۍ روغتیايي مرستې له وسایلو پرته نور هېڅ هم پاتې نه دي”.
اشغالګرو ملېشو تېره اونۍ پر دغه روغتون چاپه واچوله. دوی ادعا کوله چې دا روغتون د حماس وسله والو کاراوه.
اسرائیل وايي، د غزې شمال کې عملیات د دې لپاره کوي چې هلته د حماس د بیا راټولېدو مخه ونیسي.
دوی تور پورې کوي چې د حماس وسله وال دغه ځای کې د ملکیانو په منځ کې ځای پر ځای شوي.
خو حماس دا ردوي.
د راپورونو له مخې د غزې شمال له پراخېدونکي بشري کړکېچ سره مخامخ دی. دغلته زرګونه کسان په ډېرو ناوړه شرایطو کې ژوند تېروي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر وولکر ترک د جمعې پر ورځ وویل، “د اسرائیل پوځ بشپړ نفوس له بمبارۍ، کلابندۍ او د لوږې له خطر سره مخامخ کړی دی.”
هغه زیاته کړه، دا هم د منلو نه ده چې فلسطیني وسله وال د رپوټونو پر بنسټ د بېځایه شویو د سرپناو په ګډون د ملکیانو له منځه فعالیت کوي او په دې توګه هغوی ته د زیانمنېدو خطر پېښوي.
د اسرائیل پارلمان د دوشنبې پر ورځ د رای اچونې له لارې په دغه هېواد کې فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د اژانس (یونراوا) پر فعالیت بندیز ولګاوه.
دا ګام د دې لامل شو چې غزې ته د بشري مرستو د لېږد د سخت اغېزمنېدو خبرداري ورکړل شي.
د حماس روغتیا وزارت وايي، غزه کې د جګړې له پیل راهیسي ۴۲ زره ۹۲۴ کسان وژل شوي دي.
دا جګړه تېر کال د اکتوبر ۷مه له هغې وروسته پیل شوه چې د حماس وسله والو له دې تراړې د اسرائیل پر سویل ناڅاپه برید وکړ.
په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۱ نور یرغمل نیول شوي وو.