لبنان وايي د بیروت په جنوب کې یوه روغتون ته څېرمه د اسرائیلو په هوایي برید کې څلور کسان وژل شوي
سهیونیستي رژیم پر لبنانۍ پلازمېنه، بیروت، هوايي بریدونه روان ساتلي دي. د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې په دې لړ کې هلته لوی دولتي روغتون ته څېرمه یوه برید کې د یوه ماشوم په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.
اسراییلي پوځ ویلي، دغه روغتون ته نژدې یې د حزب الله ډلې اړوند یو ځای په نښه کړی او ټینګار کوي، چې روغتون یې نه دی ویشتلی.
د لبنان د پلازمېنې سوېل کې د څو سیمو اوسېدونکو ته د وتلو لپاره له خبرداري لږ وروسته اسرائیلي ځواکونو هوايي بريدونه وکړل.
ځايي اوسېدونکو ویلي سیمه کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله ټولو خلکو ونشوی کولی ځانونه خوندي ځای ته ورسوي.
لبناني چارواکو ویلي تېره شپه اسرائيلي ځواکونو په الحدث، الاوزاعي او شاوخوا سیمو ۱۳ هوايي بریدونه وکړل. د لبنان د روغتیا وزارت وايي یوازې د رفیق الحریري په نوم پر تدریسي روغتون بریدونو کې د یوه ماشومان په ګډون څلور تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي. دوی وايي روغتون ته هم ډېر زیان اوښتی دی.
د اسرائیلو د پوځ ویاند دانيال هاګاري بیا د ساحل په نوم پر یوه بل روغتون چې په کې شته کسانو ته ویل شوي وو ترې ووځي، د برید خبره رد کړې ده.
هاګاري ویلي دوی ته معلومه شوې چې د روغتون په تل خونو کې د حزب الله ډلې سلګونه میلیونه ډالر او سره زر ځای پر ځای شوي، او پر اسرائیلو د دې ډلې د جګړې لپاره کارول کېږي، خو دوی پرې برید نه کوي.
د روغتون مشر دا ادعا رد کړې او د لبنان له پوځه یې غوښتي چې روغتون په خپله وګوري.
د اسرائیلو پوځ ویلي د تېرې ورځې په اوږدو کې یې د حزب الله ډلې اړوند درې سوه هدفونه په نښه کړي دي. لبناني چارواکي ویلي دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي.
له بلې خوا حزب الله ډلې ویلي د پرون ورځې په اوږدو کې یې د اسرائيلو پر پوځي مرکزونو د ډرون او توغندیو بریدونه کړي. دې ډلې ویلي د جولان په سیمه کې یې هم د اسرائیلو یو پوځي مرکز په نښه کړی دی. د اسرائیلو دفاع وزارت بیا ویلي حزب الله تېره ورځ پر اسرائیلي سیمو ۱۷۰ توغندي او ډرون توغولي دي.
بل پلو د غزې په شمال کې په داسې حال چې د اسرائیلو پوځي عملیات دوام لري، ملګرو ملتونو ویلي اسرائیلي چارواکي لا هم د غزې شمال کې کلابندو خلکو ته خواړه او درمل نه ورپرېږدي. د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې مشر فېلېپ لازاریني ویلي، پر روغتونونو بریدونه کېږي او برېښنا نه لري.
څو ورځې وړاندې امریکا اسرائیلو ته د دېرش ورځو ضرب الاجل وټاکه چې باید د غزې شمال ته درمل او خواړه پرېږدي او که داسې ونکړي نو ځینې پوځي مرستې به پرې بندې کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق یوه خبرې غونډه کې وویل چې ولسي وګړي باید په هر حالت کې خوندي وي.
نوموړي وويل، “سرمنشي انتونیو ګوتېرش پر بیت لاهیا د هوايي بریدونو په ګډون چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې لسګونه کسان ووژل په قاطعیت غزه کې روانه مرګ ژوبله غندي. په هر حال کې باید د ولسي وګړو درناوی وشي او خوندي کړل شي. هغه د غزې شمال کې د ولسي وګړو په چټکۍ مخ په خرابېدونکي وضعیت، ډله ییزه کوچېدنې او د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالي ته ژوره اندېښنه لري. سرمنشي غوښتنه کوي چې بشري مرسته رسوونکو او د ژغورنې کارکوونکو ته باید سملاسي او له شرط پرته اجازه ورکړل شي چې د خلکو ژوند وژغوري.”