ایران وپاکستان باندی دافغان حکومت سخته نیوکه
پاکستان او ایران له دوه اړخیزو تړونونواو قوانینو سر غړونه کوي(بهرنیو چارو وزارت)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په یوه تونده وینا کې له افغانانو سره د ایران او پاکستان پر چلند نیوکه وکړه او دغه دواړه هېوادونه یې د دوه اړخیزو اړیکو او قوانینو په سرغړونې تورن کړل.
ښاغلي ستانکزي د سوداګرو په یوه غونډه کې وویل: “ځینې ایراني ورځپاڼې او سیاستوال د افغان کډوالو په اړه پارونکي کلمې وايي او هڅه کوي چې په دې هېواد کې د افغانانو لپاره ځای کم کړي.”
هغه د ایران له حکومت او مشرتابه څخه وغوښتل چې له افغان مهاجرینو سره د «اسلامي شفقت او د ګاونډیانو حقوقو» چلند وکړي.
ښاغلي ستانکزي وویل، چې په ایران کې افغانان سبسایډي نه اخلي، بلکې په خپله کار کوي، مالیه ورکوي او د ایران په سوکالۍ کې یې مهم رول لوبولی دی، نو له دوی سره باید ناوړه چلند ونه شي.
شېرمحمد عباس ستانکزي وويل، چې د طالبانو حکومت له ايران سره ښې سوداګريزې اړيکې لري او هره ورځ سلګونه او زرګونه کامرو ورته تګ راتګ کوي.
شېرمحمد عباس ستانکزي وويل، چې د طالبانو حکومت له ايران سره ښې سوداګريزې اړيکې لري او هره ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ سلګونه او زرګونه لارۍ تګ راتګ کوي، چې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
هغه وویل، دواړه هېوادونه تر بندیزونو لاندې دي او افغانستان د ایران لپاره یوازینۍ لاره خلاصه ده او اړتیا ده چې د افغاني توکو لپاره د ایراني ګمرکونو او بازارونو پر وړاندې خنډونه لرې شي.
د افغان حکومت چارواکي وايي چې د ایراني سوداګرو او استازو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي، خو ایران د افغاني محصولاتو او محصولاتو لپاره لازم بازار نه دی برابر کړی.
یو شمېر افغانان چې بېرته افغانستان ته راستانه شوي د اسلام قلعه په پوله کې د ایراني پولیسو له خوا له “تاوتریخوالي” څخه شکایت کوي او ځینو یې بي بي سي ته ویلي چې د اوسېدو له اسنادو سره سره له ایرانه په زوره ایستل شوي دي.