عاصم منیر په لوی لاس ستونزې پراخوي(خلیلزاد)

Image result for خلیلزاد عاصم منیر

پخوانی امریکايي دیپلومات او افغان سولې مذاکراتو لپاره د امریکا مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي‌‌ د پاکستان د پوځ‌ لوی درستیز جنرال عاصم منیر خپلې ستونزې پراخوي.

خلیلزاد پر خپله اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي: “هغه [عاصم منیر] پاکستان کې تر ټولو محبوب سیاسي مشر [عمران خان] د خیالي تورونو له مخې نیولی، هڅه یې کړې چې د سوله‌ییزو لاریونونو مخه ونیسي او اوس یې د بشري حقونو پر یوې مدافع ډلې ‘پښتون ژغورنې غورځنګ’ بندیز لګولی دی”.

هغه د پاکستان د پوځ مشر تورن کړی چې ګوندې د سیمې په کچه یې له هند سره له تاریخي اړخه د خپل هېواد له خصومت یا تربګنۍ ډکې اړیکې لا پسې خرابې کړې او پر دې سربېره یې اوس په افغانستان کې د طالبانو له واکمن حکومت سره هم توند او تهاجمي دریځ ته مخه کړې ده.

د پاکستان پوځ او حکومت تر اوسه دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.‌

زلمي‌ خلیلزاد مخکې هم د عمران خان د نیول کېدو د ناوړه پایلو په ګډون د پاکستان پر ځینو اړوندو مسایلو تبصرې کړې،‌ خو دا ځل یې ژبه انتقادي او نسبتآ تونده ده.‌

د یادونې وړ ده چې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان مخکیني لنډمهاله حکومت د هغه پخوانۍ څرګندونې کم اهمیته بللې او ویلي وو چې دوی د خلیلزاد په څېر خلکو مشورو ته اړتیا نه لري

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *