خبر

اسراییل دی پرسوله ساتو ځواکونو بریدونه نه کوي(امریکا)

دملګرو ملتونو ګڼ شمیر سوله ساتي سرتیري داسراییلو له خوا وژل شوي دي

کرملین: روسي سوله ساتي ځواکونه له قره باغ څخه وځي

مریکا له اسرائیلو غوښتي چې په لبنان کې پر سوله ساتو ځواکونو له ډزو ډډه وکړي
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې هغه “سل په سلو کې” اسراییل هڅوي چې په لبنان کې د حزب الله سره د جګړې پرمهال د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو له ډزو څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو ورځو کې د ډزو دوه پېښې شوې دي.

د اسراییلو پوځ ویلي چې د دوی ځواکونه د جمعې د ورځې د پیښې مسولیت په غاړه لري چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د لنډمهاله ځواک (UNIFIL) دوه  سرتیري ټپیان شوي دي.

د اسراییلو پوځ وویل چې د دوی سرتیرو په نقره کې د UNIFIL اډې شاوخوا عملیات کول یو ګواښ کشف کړ او ډزې یې وکړې.

اسراییل ژمنه کړې ده  چې دا پیښه به “په لوړه کچه” وڅیړل شي.

د پنجشنبې په ورځ، د اندونیزیا یونیفیل دوه سرتیري وروسته له هغه ووژل شول چې د اسراییلو ټانک د دوی د څارنې برج باندې ډزې وکړې.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button