تحلیل

پر نړیوال اقتصاددایران-اسراییل دمقابلې اغېزې

Image result for خاور میانه

د ایران او اسراییلو ترمنځ د احتمالي جګړې اقتصادي پایلې؛ کوم سناریوګانې پکې ښکیل دي؟

۱۹۶۰ یا ۱۹۷۰ کلونو ته چې ټول عربي هیوادونه د اسراییلو پر وړاندې متحد شوي وو، د بیرته راستنیدو امکان ناشونی دی.

د اسرایلو او ایران ترمنځ د شخړو زیاتیدل کیدای شي یو ځل بیا د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیه لوړه کړي.

د تېلو بیې تېره اوونۍ وروسته له هغې لوړې شوې چې اسراییلو د ایران د توغندیو بریدونو ته د ځواب ویلو پرېکړه اعلان کړه، او دا اندېښنې یې زیاتې کړې چې په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې له امله به د نړۍ د انرژۍ رسولو بهیرګډوډ شي.

اوس لویه پوښتنه دا ده چې د اسراییلو او ایران راتلونکی چلند به څه وي او ایا دا کړنې به له دې سیمې د تیلو صادرات محدود کړي او که نه؟

 

د برینټ کروډ بیرل په یوه ورځ کې ۷۵ ډالرو ته ورسیده کله چې ایران پر اسراییل برید وکړ، په سلو کې درې لوړ او په یوه میاشت کې ترټولو لوړ نرخ.

د اپریل په میاشت کې پر اسرائیلو د ایران له توغندیز برید وروسته، نه یوازې دا چې بازارونه د تېلو د بیې له اوږدمهاله لوړېدو سره مخ شول، بلکې د سعودي عربستان د تېلو وزیر خبرداری ورکړ، چې ښايي د هر بېرل بیې ۵۰ ډالرو ته راښکته شي.

په هرحال، دا وخت ممکن توپیر ولري

نیویارک ټایمز د اکسفورډ د انرژۍ د مطالعاتو د انستیتوت د یوه لوړپوړي څیړونکي بیل فارین پرائس له قوله لیکي، چې دا ځل په شخړه کې د ایران د ژورې ښکیلتیا له امله کیدای شي وضعیت بل ډول وي. هغه په ​​دې اړه درې سناریوګانې اټکلوي:

لومړۍ سناریو د ایران د تیلو زیربنا باندې د اسراییلو برید دی. دا ډول برید کولی شي د ایران اقتصاد زیانمن کړي او د تیلو صادرات محدود کړي. ایران هره ورځ شاوخوا دوه میلیونه بېرله خام تېل تولیدوي چې د نړۍ د بازار دوه سلنه جوړوي.

دویمه سناریو دا ده چې لویدیځ د ایران پر تیلو بندیزونه زیات کړي. په دې توګه له اسرایلو سره د امریکا د متحدو ایالتونو ټینګ ملاتړ کولای شي د هغو بندیزونو د شدت لامل شي چې ایران یې تر دی دمه په یو ډول نه یو ډول زغملی دی.

 

دریمه سناریو دا ده چې ایران په فارس خلیج کې د اسراییلو پر ګټو برید وکړي. تهران کولی شي د هرمز تنګي د بندولو هڅه وکړي یا له سیمې څخه په تیریدونکو کښتیو برید وکړي او د تیلو نړیوال لیږد ګډوډ کړي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button