په میدان وردګو ولایت کې دترافیکې پېښې له امله د یوې کورنۍ درې غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د میدان سیمه ییزو چارواکو په وېنا دا پېحښه نن سهار یکشنبه د وږي پر 25 د سنګ سیا په مربوطاتو کې د مسافروړنکو او بابرۍ موټرونو ترمېنځ رامنیځته شوې
د میدان وردګو ولایت امنیه قومندان په را استول شوې خبرپاڼه کې رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د وژل شوېو په مینځ کې پلار مور او یوه لورشمال دي .په پښه کې څو کسان ټپي شوي هم دي چې د امنتی ځواکونو له لوري روغتون ته وړل شوي . د ټپیانو حالات د اندېښنې وړ ښودل شوی.
دا پېښه د ډيورانو د بې پروایې له امله را مینځته شوې.
سحر