
راتلونکو شپږو مياشتو کې به دوه ميليونه غير قانوني کډوال له ایران څخه وویستل شي.
د ایران حکومت وایي چې د روان کال تر پایه به نژدي دوه میلیونه هغه بهرنیان له ایرانه وباسي چې په دې هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري.
ایراني چارواکي ډېر ځله د بهرنیو وګړو ټکی افغان کډوالو ته کاروي.
د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې په ایران کې د هغو کسانو شمېر معلوم کړل شوی چې له قانوني اسنادو پرته په دې هېواد کې اوسېږي خو په وینا یې وروستۍ کره شمېره به یې د کورنیو چارو وزارت لخوا اعلانېږي.
په همدې حال د ایران د کورنیو چارو نوي وزیر اسکندر مومني ویلي، اوس مهال ایران کې د بهرنیو وګړو په اړه بېلا بېلې شمېرې شته خو وايي په پام کې ده چې دې برخه کې یوه څېړنه ترسره شي چې د بهرنیو وګړو دقیق شمېر معلوم شي.
نوموړي د ایران او افغانستان ترمنځ د پولو د تړلو غوښتنه هم کړې ده.
وړمه ورځ په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي له یوه تلویزون سره په خبرو کې ویلي وو چې د پولو د تړلو په اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې روانې دي.
ایراني حکومت په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په څېر لسګونه زره افغانان په زور افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې ایران ورتلونکو بهرنیو وګړو ته د ضمانت یا کفالت شتون هم حتمي کړی او ورسره يې د دغه هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د بې اسنادو بهرنیو وګړو د نیولو او ایستلو اړوند اقدامات پراخ کړي دي.
د سیستان او بلوچستان ولایت مرستیال او د چابهار ولسوال او د البرز ولایت چارواکو هم پر بې اسنادو بهرنیو وګړو د تازه محدودیتونو تر څنګ د هغوی د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې.
له دې سره په ایران کې افغان کډوال له نور فشار سره هم مخ شوي چې ورسره هلته د ژوند، کار او کور کرایه کولو په څېر شرایط نور هم ګران شوي.
په سلګونو زره او ان څو نسله افغانان له څلورو لسیزو ډېر وخت کېږي، چې په ایران کې ژوند کوي، د ډېرو هلته ماشومان پیدا او را لوی شوي دي، خو له دې سره سره بیا هم هلته کډوال پاتې دي او ایرانی تابعیت نه دی ورکړل شوی.
په ايران کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سر ټکوي، د پوليسو او عامو وګړو له خوا د ځورولو وېډيوګانې يې هم وخت ناوخته پر ټولنيزو رسنيو خپرېږي.