خبر

اسلامي امارت یو شمېر هیوادونو ته ویلي چې سفارتونه یې د افغانستان استازیتوب نه کوي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څو بهرنیو حکومتونو ته په استولي لیک کې ویلي چې د افغانستان د سفارتونو فعالیتونه چې اوس هم د پخواني جمهوریت د هغو ډیپلوماتانو له خوا اداره کیږي چې له طالبانو سره اړیکې نه لري، لغوه ګڼل کېږي.
د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا د باندنیو چارو وزارت ډیر دا ډول لیکونه لوېدیځو هیوادونو ته استولي دي. په دغو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته په غیر رسمي ډول د لیک د ورسیدو خبر ورکړل شوی خو تراوسه کوم هیواد د افغان سفارتونو د فعالیت د مخنیوي په تړاو اقدام نه دی کړی.
اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال له ګومارل شویو دیپلوماتانو سره د تماس هڅې کړي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې له دندو به یې نه لیرې کوي خو اکثرو پخوانیو دیپلوماتانو له دوی سره له تعامله ډډه کړې ده.
د جولای په ۳۰مه، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې نور په بلجیم، سویس، اتریش، فرانسې، یونان، سویډن، بریتانیا، ناروې، کاناډا، اسټرالیا سفارتونه او د جرمني د بن او برلین په ښارونو کې د قونسلګرۍ خدمتونه په رسمیت نه پیژني او د هغو له لوري صادر شوي پاسپورټونه او وېزې او نور اسناد ورته د منلو نه دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د دغو ماموریتونو له خوا صادر شوی اسناد — چې د تضمین بانډونه، د غیر مسؤلیت لیکونه، تصدیقونه، د پاسپورټ صادرول، د پاسپورټ نوی کولو سټیکرونه، او د ویزې سټیکرونه پکې شامل دی — د امارت لخوا د اعتبار وړ نه ګڼل کیږی.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button