خبر

د متحده عربي اماراتو دولتمشر په روغتون کې د ملاحسن آخند لیدو لپاره ورغی.

د متحده عربي اماراتو دولتمشر شیخ محمدبن زاید النهیان د خپل هیواد هغه روغتون ته لاړ چې د اسلامي امارت رييس الوزرا پکې بستر دی.
د اسلامي امارت ريیس الوزرا ملامحمد حسن اخوند د درملنې لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
ملاحسن اخوند تېره ورځ د متحده عربي اماراتو له دولتمشر سره په کتنه کې د دغه هېواد د سخاوتمندانه چلند ستاینه وکړه او ویې ویل چې متحده عربي اماراتو تل په خلاص لاس د پراختیايي پروژو او بیارغونې له لارې د افغانانو ملاتړ کړی دی.
د اسلامي امارت چارواکو د ملاحسن د ناروغۍ په اړه څه نه دي ویلي. د اسد په ۲۴ مه د طالبانو د واک ته رسیدو د درېیمې کالیزې په مراسمو کې د ملاحسن پیغام د نوموړي د دفتر ريیس ولوست. ملاحسن آخند ډېر لږ ږغېږي او ډېر لږ لیدل کېږي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button