خبر

دنورو سختو اورښتونو،سیلابونواوتوپانونو اټکل

داځل دهیواد جنوب او ختیځ به دسیلابونو ښکار شي

 

په داسی حال کې چې د افغانستان بېلابېلې سیمې د ورستیو سختو بارانونو، له امله ځپل شوي دی ، په نورستان او کونړ  ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا کې له تالندې او برښنا سره دسختو بارانونو اټکل شوی دی.

د هوا پېژندنې ادارې داټکل له مخې، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې به د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

دې ادارې د شنبې په ورځ (اګست ۱۰) په یوه خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې د سالنګ په ګډون په شمالي، شمال ختیځو، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې له دوړو سره د قوي بادونو اټکل هم کیږي چې په بېلابېلو سیمو کې د دغو بادونو سرعت امکان لري. په ساعت کې د 50 کیلومترو څخه تر 90 کیلومترو پورې ساحې اټکل کیږي.

د روان هجري لمریز کال د ثور د میاشتې له نیمایي څخه تر اوسه پورې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د سختو بارانونو، ویجاړونکو سیلابونو او سختو طوفانونو په پایله کې په سلګونو کسان وژل شوي او په زرګونو د استوګنې کورونه په بشپړه یا جزوي توګه نړیدلي دي. په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه ویجاړ شوي او په زرګونو څاروي له منځه تللي دي.

د چاپېریال ساینس پوهان په افغانستان کې د دې ډول ویجاړونکو طبیعي پېښو شدت او تکرار له نړیوال اقلیمي بدلون سره تړاو لري. د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو په وینا، سره له دې چې افغانستان د اقلیم د بدلون په برخه کې د نړۍ په کچه ونډه نه لري، خو د نورو هېوادونو په پرتله یې ډېر اغېزمن شوی او دا بهیر به په راتلونکي کې هم دوام وکړي.

 

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button