بنګله دېش کې دلنډمهاله حکومت تابیا

مظاهره کوونکو د شیخ حسینه واجد رسمي استوګنځي ته له ننوتلو وروسته هلته د بنګله دېش ملي بیرغ ورپاوه.

 

دبنګله دیش لومړۍ وزیرې شیخ حسیه واجد دهغې پر ضد تر پراخو لاریونونو وروسته له هیواده وتلې او پوځ وایی چې یو لنډمهاله حکومت به رامنځته شي.

نوموړې وروسته له هغې استفعا وکړه، چې پر ضد یې دغه هېواد کې په زرګونه کسان احتجاجونو ته راووتل.

رپوټونه وايي، شیخ حسینه واجد او خور یې د پوځ په یوه چورلکه کې له هېواده وتلې او ګومان کېږي، چې هند ته لېږدول شوې دي.

د  پوځ مشر په یوه ټلویزیوني ویېنا کې ویلي دي چې ، پوځ د موقت حکومت جوړولو په تړاو خبرې پیلوي.

له هېواده د شیخ حسینه واجد له وتلو څو ساعته وروسته ولسمشر محمد شهاب الدین د پخوانۍ لومړۍ وزیرې او اپوزېسیون مشرې خالده ضیا د خوشي کولو امر وکړ.

دبنګله دیش لوی درستیېژ  وقار الزمان هیله څرګنده کړه، چې له ولسمشر محمد شهاب الدین سره  وویني او دواړه په شریکه یوه حل لاره ومومي.

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *