سیمه

ايران وايي د جګړې پراخولو په لټه کې نه دی خو اسرائيلو ته به ځواب ورکړل شي

په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې تاوترېخوالی مخ په زیاتیدو دی اېران یوځل بیا ګواښ کړی چې اسراېیل به د اېران د پرېکنده ځواب سره مخ شي.
په همدې مهال د ايران د بهرنیو چارو وزير علي باقري کني هم د هېوادونو له سفيرانو او استازو سره په ليدنه کې يو ځل بيا اسرائيل په تهران کې د حماس د سياسي مشر اسماعيل هنيه په وژنه تورن کړي او اسراېیلو ته یې ګوتڅنډنه کړې چې بې ځوابه به پاتې نه شي.
په ورته وخت کې کې د اېران ولسمشر پزشکيان د روسیې د ملي امنیت له رییس سرګي شويګو سره د خبرو پر مهال په تهران کې د اسماعيل هنيه وژنه د ټولو نړيوالو قوانينو او مقرراتو خلاف سرغړونه بللې.
نوموړي ويلي، ايران په هېڅ صورت په سيمه کې د جګړې او کړکېچ پراخولو په لټه کې نه دی خو په وينا يې “اسرائیل به د خپلو جنايتونو او ګستاخۍ ځواب ترلاسه کړي.”
ايران د اسماعيل هنيه د وژنې پړه چې تېره اوونۍ په تهران کې ووژل شو، پر اسرائيلو اچوي خو اسرائيلو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
سرګي شويګو وروستی ځل تېر کال چې هغه مهال د دفاع وزير و ايران ته په رسمي سفر تللی و.
ايران وايي، د روسيې دغه لوړ پوړي چارواکي ته يې بلنه ورکړې چې پر سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو او دوه اړخيزو اړیکو خبرې وکړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير د ملګرو ملتونو د امنيت پر شورا هم نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې دغه شورا نه ده توانېدلې چې د “اسرائیلو د کړنو پر ضد” يوه ساده بيانیه ورکړي.
په تهران کې د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه له وژل کېدو وروسته چې ایران يې د غچ اخيستو ګواښ کړی په سيمه کې د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې مخ په زياتېدو دي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button