داسمعیل هنیه د شهادت احتمالي پایلې
د حماس د سیاسي دفتر د مشراسماعیل هنیه شهادت او هغه هم دننه تهران کې یو لړزوونکی خبردی.
داسمعیل هنیه وژل کیدل چې د حماس دمشرانو په ډله کې تر ټولو لومړی او مرکزي څېره وه ،له څو اړخونو مهم او دکتنې وړ دي:
۱ـ هنیه په داسې حالاتو کې ترور کیږي چې په غزه کې د لنډمهاله حکومت د رامنځته کیدو مسله ډیره توده ده.هنیه په دغو خبرواترو کې اغیزمن رول لاره اوپه غزه کې د اوربند او لنډمهال حکومت د رامنځته کیدو په بهیرکې ،ټولو اړخونو ته یو مهم شخص و.
یواحتمال دا دی چې په غزه کې اوربند او دلنډ مهاله حکومت دررامنځته کیدو بهیر بیرته ټکنی او له نا څرګند برخلیک سره مخامخ شي لکه چې دحماس پوځي ډلې ويلي دي چې تر دی دمه په غزه کې د اوربند او حکومت جوړولو یوه هیله وه خو اوس هر څه پای ته رسیدلي دي.په غزه کې د لنئډ مهاله حکومت رامنځته کیدل په یو ډول په پوځي ډګر کې داسراییل دناکامیدو یوه بیلګه وه ځکه چې اسراییل د حماس دختمولو په نیت دغزې جګړه یې پیل کړې وه. خو امریکې ، دسیمې هیوادونواو اروپايی اتحادیې پر اوربند او لنډه مهاله حکومت باندې ټینګار درلود.
دوهم احتمال دا دی چې اسراییلو ته دسولې خبروپه بهیر کې سیاسي امتیازات نه تر لاسه کیدل تر هغې پورې چې اسمعیل هنیه په خبرو اترو کې موجود وای ځکه چې هنیه یو مدبر سیاستپوه او لوبیدلی انسان و په دی توګه اسراییل دهنیې په وژلو لاس پورې کړ تر څو د غزې په خبرو کې برلاسی شي .
دریم احتمال دا دی چې اسراییل د مقاومت د ځواکونوپه ماتولو کې پاتی راغلی دی ځکه خو داغیزمنو اشخاصو په ترور باندې لاس پورې کوي تر څو پر خپلې ناکامۍ خاورې واړوي.. څلورم احتمال دا دی چې اسراییل وغواړي په نیغه توګه ایران په جګړه کې ښکیل کړي تر څو دامریکې او اروپايي هیوادونو نیغه ملاتړترلاسه او ایران وځپي. ایران ځکه دملګرو ملتونو او دغه راز اسلامي هیوادونو د کنفرانس د جوړیدو غوښتنه کړې تر څو دنړۍ په کچه خپل ملاتړ پیاوړې کړي.
په تهران او بیا په خپل استوګنځای کې د اسمعیل هنیه وژل کیدل ، دایران لپاره یو لوی او دردوونکی چلنج هم دی ځکه چې دنیا والو ته دا ښې چې تهران دخپلو پلویانو لپاره یو ډاډمن او خوندي ځای نه دی او له بله پلوه دا ثابتوي چې اسراییل د ایران قوت او پوځي ځواکمنتیا پورې ملندې وهي .
اوس دایران وار دی چې دخپلو پلویانو داعتماد بحالولو او له خپلې خاورې د دفاع لپاره څه کوي. که چیرې ایران وتوانیږي چې یو مناسب ځواب ورکړي خوپه منځني ختیځ کې د سیاسي او پوځي توازن حدود ساتل کیږي او که نه په راتلونکي که به له نورو زیاتیدونکو ننګونوسره هم مخ شي .