غزه کې پر لنډه مهاله حکومت موافقه
اسراییل او حماس په اصولو کې د یوه "موقت حکومت پلان" په اړه موافقه کړې
په قاهره کې د پرون ورځې غیر مستقیمې خبرې د “پیچلو قضیو په جزیاتو” باندې متمرکزېوي په عین حال کې، په غزه کې د “موقت حکومت” د جوړولو د وړاندیز په اړه خبرې روانې دي.
واشنګټن پوسټ د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي له قوله ویلي چې اسراییل او حماس په اصولو کې د یوه “موقت حکومت پلان” په اړه موافقه کړې چې له مخې به یې حماس او اسراییل دواړه نه وي. په عین حال کې، “امنیتي ځواکونه” چې د متحده ایالاتو لخوا روزل شوي او د “منځني عرب متحدینو” لخوا یې ملاتړ کیږي د غزې په تړانګه واکمن وي.
دغه چارواکي څرګنده کړه چې دا ځواکونه به د اسرائیلو له خوا تر ارزونې وروسته د فلسطیني ادارې شاوخوا ۲۵۰۰ غړي ولري.
په بدل کې، د سپینې ماڼۍ سلاکار جیک سلیوان پرون وویل: “موږ د غزې په اړه یوې موافقې ته د رسیدو احتمال وینو.” په داسې حال کې چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان وکړ چې هغه په غزه کې د اوربند چوکاټ ته غاړه کیږدي چې دا مهال خبرې اترې روانې دي.
خو غربي او سیمه ایزو سرچینو د «پټو شیطاني جزییاتو» باندې خپله ویره او اندیښنه څرګنده کړه.
په همدې حال کې پرون د جي ۷ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په لویدیځه غاړه کې د ۵ میشت ځایونو د قانوني کولو او د ۱۲۷۰ هکتاره ځمکې د ضبطولو په اړه د اسرائیلو د حکومت اعلامیه وغندله.
جي ۷ دا عمل د اوسلو له تړون وروسته د ځمکو د غصب تر ټولو لوی اعلان ګڼي.