نړۍ

غزه: د اسرائیلو تازه بریدونو کې ۵۰ کسان وژل شوي

چهارشنبې د چنګاښ ۲۷ : د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، د غزې تړانګې پر سوېلي او مرکزي سیمو د اسرائیلو بمباریو او بریدونو له ۶۰ ډېر کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
بریدونه په داسې ځایونو هم شوي چې خپله اسرائیلو هم بشري او غیرجنګي اعلان کړې. اسرائیلی پوځ وايي هلته د ملکیانو د وژنې راپورونه پلټي.
په یوه برید کې، د خان یونس سوېلي ښار په لویدیځه څنډه مواسي سیمه کې چې خوندي یا له جګړې خالي اعلان شوې، یو موټر په نښه شوی او لږ تر لږه اوولس کسان پکې وژل شوي او له شلو ډېر ټپيان شوي.
فلسطيني چارواکو ویلي چې په دغه ګاډي کې څلور کسان سپاره وو او یوه اردني ساحوي روغتون ته څېرمه د بې ځایه شوو کورنیو په یوه ګڼ مېشته سیمه کې په نښه شوی. په تېرو لسو ورځو کې څوځله اسرائیلو د ملکي فلسطینیانو په پنډغالو بریدونه کړي.
بل برید په مرکزي غزه کې په نصیرات د کډوالو پنډغالي کې د ملګرو ملتونو لخوا مدیریت کېدونکي یوه ښوونځي شوی او لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي.
اسرائیلي پوځ ویلي چې دوی فلسطيني جنګيالي په نښه کول او اوس د ملکي مرګ‌ژوبلې اړوند راپورونه پلټي.
د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې پر غزه د برید له پیل راهیسې يې په تېرو نهو میاشتو کې د حماس د پوځي شاخې نيمايي مشرتابه یې له منځه وړې او شاوخوا څوارلس زره جنګیالي یې وژلي او یا یې نیولي.
د یادونې وړده چې پر غزه د اسرائیل له برید راهیسې له ۳۸۷۱۰ کسانو ډېر وژل شوي چې له ۱۴۶۸۰ یې ډېرې ښځې، ماشومان او د لوړ عمر وګړي دي، خو تردې دمه عربي نړۍ او نورو هېوادونو په دغو بریدونو سترګې پټې کړي او د اسرائیلو د دغو جنایاتو پروړاندې یې هېڅ ډول غبرګون نه دې ښودلی.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button