ایران د اټوم بم جوړولو ټوله ټکنالوژي لري
موږبه اسلامي جمهوریت سره د دایمي او مستقیمې شخړې سره مخ شو(اسراییل)
د اسرائیلو د د لوی درستیز مرستیالادعا کړه ده چې اسلامي جمهوریت د اټوم بم جوړولو ټول ټکنالوژي لري، او یوازې مونتاژ یې پاتې دی!
داسراییلي چارواکو په وینا چې د ایران حکومت د اتومي وسلو جوړولو ته تر بل هر وخت نژدې دی.
د اسرائیلو د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال جنرال امیر بارام د اسلامی جمهوریت د ایټمی فعالیتونو د پراختیا په وړاندې خبرداری ورکړ او ویې ویل اسرائیل ممکن له اسلامی جمهوریت سره له دایمی او مستقیمې مقابلې سره مخامخ شی.
څو ورځې وړاندې جنرال برام د کنیسیټ د بهرنیو چارو او دفاع په کمیټه کې وویل، د ایران اتومي وضعیت د یوه موټر په څیر دی چې ټولې برخې یې چمتو دي او اوس یوازې مونتاژ ته اړتیا لري . موږ باید د جګړې توان ولرو. په ورته وخت کې دوه جبهې.” او پوه شئ چې دا جنګونه به اوږد وي. موږ ممکن د اسلامي جمهوریت سره د دایمي او مستقیمې شخړې سره مخ شو