داوکراین غړیتوب لپاره دناټو تازه ژمنه
ناټوسرمشریزې اوکراین ته د۴۰ملیاردو ډالروپه ارزښت پوځی مرسته منظوره کړه
په واشنګټن کې دناټو د ۳۲ غړو هېوادونو سرمشریزې ، اوکرایین ته د څلوېښت مېلیاردو ډالرو په اندازه د نوې پوځي مرستې اعلان او په یاد سازمان کې د غړیتوب ورکونو ملاتړ وکړ.
‘یانس سټولټنبرګ’ چې اوس مهال دناټو سرمنشي دی او په لنډه موده کې به خبل ځای نوي منشي ته ورکړي،له اوکرایین سره د روزنې او لوجیستیک په برخه کې ملاتړ لپاره نور ګامونه هم اعلان کړل او ویې ویل چې یوازې د لوېدیزو هېوادونو لخوا د کیېف لپاره معتبر او دوامداره ملاتړ به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین قانع کړي چې نشي برلاسه کېدی.
هغه وویل “ناټو په غړو هېوادونو کې د اوکرايني ځواکونو روزنه او اسانچاري همغږې کوي، دا اوکرایین ته د مرستو ورکړه پلانوي او تنظیموي او دغه راز ورته وسایل هم لېږي او رغوي. موږ به د اوکرایین وسله والو ځواکونو د پراختیا اوږدمهال ملاتړ هم وکړو. خو دا به ناټو د جګړې یو اړخ نه کړي بلکې له اوکرایین سره به مرسته وکړي چې د ځان د دفاع حق عملي کړي.”
د ناټو د غړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د پوځي مرستې او روزنې همغږۍ لپاره په یوه نوي مرکز سلا شوي چې دا به د دې ټلوالې او اوکرایین ترمنځ اړیکي لا ژور کړي.
په دې اعلامیه کې راغلي چې د غړو هېوادونو او اوکرایین ترمنځ دا ډول ژمنې په ناټو کې د اوکرایین غړيتوب ته د “پله” رول ولوبوي.
ورته مهال د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم تائید کړه چې اېف-۱۶ جنګي جېټ الوتکې د ډنمارک او نیدرلنډز له لارې اوکراییني ځواکونو ته پر لاره دي.
دا به لومړی ځل وي چې اوکرایین دغه پرمختللې الوتکې تر لاسه کوي، هغه څه چې کیېف يې له دې وړاندې بیا بیا غوښتنه کړې.
تر دیې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ګواښ کړی و چې اوکراین ته په ناتو کې غړیتوب ورکول به جګړه نوروسېمو ته هم وغځوي