منظور پښتون اوتحریک انصاف له پوځي عملیاتو سره مخالف وښود

PK

تحریک انصاف ګوند پر قبایلي سیمو پوځي عملیات دپاکستان دقوانینو پرخلاف  او منظور پښتون دډالرو دګټلو یوه هڅه بولي.

وروسته تر هغې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو پلان منظور کړ د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو  ملي اسمبلۍ مخې ته راټول  او پر حکومت یې نېوکې وکړي چې د نوي پوځي عملیاتو په اړه ورته د خبرو فرصت نه دی ورکړل شوی.

د ګوند مشر بیرسټر ګوهر ویلي، له دې وړاندې به هېواد کې د پوځي عملیاتو پېلېدو په اړه پارلمان کې رایه اچول کېده خو دا ځل پرته له دې چې پارلمان څه پرېکړه وکړي حکومت خپله پرېکړه اعلان کړې.

دوی وایي  په وینا د پارلمان له پرېکړې پرته ورته هېڅ ډول پوځي عملیات د منلو نه دي.

بلې خواته دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات د ډالرو د ترلاسه کولو او پښتنو د بربادولو یوه هڅه بللې ده.

منظور پښتون په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې پښتانه تل مجبوره شوي دي چې یا خپل وطن پریږدي او نورو ملکومو ته د کار او روزۍ يبدا کولولپلاره لاړشي او یا هم دلږو پیسو په بدل کې مزدوري وکړي تر څو واکداري دوی ته پاتې شي .

خو د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ټولو ښکېلو ادارو او اړخونو د رایو په اتفاق لومړي وزیر د ترهګرۍ ا و سخت دریځۍ پرضد د نویو عملیاتو پیل منظور کړی.

د ملي عمل پلان غونډه کې د پوځ د مشرانو ترڅنګ، د فدرالي کابینې غړو، د ایالتونو اعلی وزیرانو او نورو اړوندو لوړ پوړو دولتي چارواکو ګډون کړی و.

دې عملیاتو ته د ‘عزم استحکام’ یا د ”ثبات هوډ” نوم ورکړل شوی. د لومړي وزیر د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي د ملي عمل پلان په غونډه کې د دې ملي پلان په اړه د شته نیمګړتیاوو په اړه خبرې وشوې.

د ملي عمل پلان په ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې پر یوه ښوونځي له خونړي برید وروسته جوړ شو او موخه یې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه وه.

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *