دامنیت شورا داوربند له طرحې سره د حماس توافق
په غزه کې د اوربند او بندیانو دتبادلې زمینه مساعده شوې ده
حماس په غزه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا داوربند او بندیانو دتبادلې پرېکړه منلې او خبرو ته یې چمتووالی ښودلی دی.
دیادې ډلې یو لوړ رتبه مشر ابو زهري ویلي دي چې حماس د اوربند، د اسرائيلي ځواکونو د وتلو او د اسرائيلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو او د اسرائیلي یرغمل شویو د تبادلې په اړه له پرېکړې سره موافقه لري.
له اوربند او تبادلې څخه د حماس ملاتړ په امریکا کې هم ستایل شوی دی.دامریکې دبهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دی چې اوس تر هر وخت د اوربند عملي کیدو ته لاره اوراه شوې ده .
دامنریکې دبهرنیوچارو وزیر په وینا تر ټولو مهمه خبره د غزې په تړانګه کې د حماس د مشرتابه دریځ دی او زیاته یې کړه چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د دوی د غونډې په ترڅ کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن لس ورځې مخکې، وړاندیز شوي وړاندیز ته خپله ژمنه تایید کړه.
د ښاغلي بلېنکن په وینا په غزه کې به د اوربند تر ټينګېدووروسته د پلانونو په اړه خبرې په راتلونکو دوو ورځو کې دوام وکړي او ویې ویل: “دا اړینه ده چې موږ دا پلانونه ولرو