طالب مشران دقزاقستان هیواد له تورلیسته ووتل

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف اعلان وکړ چې د طالبانو مشران یې د ترهګرو ډلو له لېسته ایستلي دي.

د قزاقستان دولتي خبري اژانس دریپوټ له مخې ښاغلي توقایف د ټولیز امنیتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو د پارلمانونو له مشرانو سره په کتنه کې د دې کار لاملونه روښانه کړي دي.

دنومړي په وینا قزاقستان له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا اهمیت ته په کتو دا چې د طالبانو واکمنۍ اوږدمهاله ده،‌ دوی یې د ترهګرو له نوملړه وایستل.

نوموړي همدا راز ټینګار کړی، چې په اوسني پړاو کې یو له ستراتیژیکو کارونو په سیمه‌ییزو اړیکو کې د افغانستان فعاله ونډه ده.

دالوړی ځل دی چې یو مهم هیواد دافغان مشرانو په اړه داسې یوه پریکړه کوي

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *