دایران په مشهد کې افغان سرقونسل له دندې ګوښه شو
عبدالجبار ناصري دخپلې منفکۍ پریکړه غیر قاوني بولي
تر هغې وروسته چې د ایران دبهرنیو چارو وزارت ویاند له افغانستانه وغوښتل چې په یاد هیوادکې د دپلاوماټانو په ادلون بدلون کې نیوال اصول په پام کې ونیسی،په مشهد کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالجبار انصار چې له تېر حکومت راهیسې په خپله دنده پاتې شوی، د فافغان حکومت له خوا د ځان دګوښه کېدو فرمان رد کړی او خپل کار ته یې دوام ورکړی دی.
د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې ښاغلی انصاري د جون د میاشتې په شپږمه نیټه له دندې ګوښه او کابل ته یې « احضار» کړ.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې په یوه بیان کې لیکلي چې تر هغه چې نوی ډیپلوماټ نه وي استول شوی او د قونسلګرۍ مسوولیت نه وي سپارل شوی، د دې نمایندګۍ مشري د افغانستان له لوري یوه ډیپلوماټ ته سپارل شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کناني څور ورځې وړاندې ویلی وو چې، په مشهد کې د افغان کونسلګرۍ په کارکوونکو کې هر ډول بدلون باید د ۱۹۶۳ کال د ویانا د کنوانسیون له کنوانسیون سره سم وي.
اوس دایران حکومت دی چې ښایی تصمیم ونیسي دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت پریکړه پلې شي او که نه .