خبر
دامام زمان پر جوما ت برید کوونکي ډله ونیول شوه
دغه ډله په هرات کې پرڅوتنو دیني عالمانو هم دبریدونو مسووله ده
په هرات ولايت کې د ورانکارو او د خلکو د امنيت د ګډوډولو يوه مهمه ډله ونيول شوه
د هرات د ولایتي ادارې ویاند مولوي نثار احمد الیاس وايي، دغې ډلې په تېرو اتو میاشتو کې زموږ پر شیعه ګانو څو مرګوني بریدونه کړي دي.
د دوشنبې په ورځ د ثور میاشتې په لسمه نېټه د هرات د ګذرې ولسوالۍ په شهرک محمدیه کې د شیعه ګانو پر یوه جومات ددغي ډلي دبرید په پایله کي شپږ تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شول
دا برید د «امام زمان» په جومات کې د شیعه ګانو په اکثریت میشته سیمه کې شوی وه.
د يادونې وړ ده، چې له دغو کسانو څخه يوه اندازه چاودېدونکي توکي، يو موټر او يو شمېر وسلې د ملي اردو ځواکونو د کشفي عملياتو په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.