ای پی ایل کې د کلکتې اتلولي

د شاهرخ خان کلکتې نایټریډرز لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د هند د کرېکټ غوره لیګ “ای‌پي‌اېل” پایلوبه کې سنرایزرز حیدراباد ته په اتو وېکټو ماته وکړه او اتلولي یې وګټله.

د افغانستان رحمان الله ګوربز هم سږکال اتلې لوبډلې کلکتې لپاره لوبېده او په ننۍ لوبه کې یې (۳۹) منډې وکړې.

هغه د کلکتې د توپ اچونې پاڼۍ کې د وېکټو تر شا درې کېچونه ونیول.

د نننۍ لوبې پچه حیدراباد ګټلې او لومړی یې پخپله د توپ وهنې پرېکړه کړې وې.

خو د حیدر اباد لوبغاړي ژر یو په بل پسې وسوځېدل او کلکتې ته یې یوازې د ۱۱۴ منډو هدف وټاکلی شو. حیدر اباد لپاره تر ټولو ډېرې (۲۴) منډې لوبډلمشر پېت کامېنز وکړې.

د کلکتې له اړخه په توپ اچونه کې اندرې رسل ۳ وېکټې واخیستې.

کلکتې ورکړ شوی هدف د دوو ویکټو په زیان په داسې حال کې پوره کړ، چې ۵۷ توپونه یې لا پاتې وو.

وېکتېش لېر ۵۲ او رحمان الله ګوربز ۳۹ منډې وکړې.

Comments

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *